32 خپلې ګډې، چېلۍ او څاروى د ځان سره بوځئ او لاړ شئ. او زما د برکت دپاره هم دُعا وکړئ.“
خو زۀ به هغه قوم له سزا ورکړم چې څوک دوئ غلامان کوى او چې کله هغه پردے مُلک پرېږدى، نو دوئ به ډېر مال دولت د ځان سره يوسى.
چې کله عِيسو دا واورېدل، هغۀ ډېر په چغو چغو وژړل او وې فرمائيل، ”اے پلاره، ما له هم خپل برکت راکړه.“
عِيسو خپل پلار ته سوال زارى کوله، ”پلاره، تا سره صِرف يو برکت وو څۀ؟ پلاره، ما له هم برکت راکړه.“ هغۀ ډېره زياته ژړا شروع کړه.
نو چې داسې هغوئ هغه قربانۍ پېش کړى په کومو باندې چې د آسمان خُدائ پاک رضا کيږى او زما او زما د زامنو دپاره د هغۀ نه برکت غواړى.
مونږ به خپل څاروى د ځان سره بوځُو، يو څاروے به هم نۀ پاتې کيږى. مونږ به په خپله څاروى خوښوو چې دې سره د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک عبادت وکړُو. چې مونږ هلته رسېدلى نۀ يُو مونږ ته پته نۀ لګى چې د کومو څاروو قربانۍ هغۀ ته پېش کړُو.“
نو موسىٰ ورته وفرمائيل، ”مونږ به ټول سره د خپلو ځوانانو او زړو ځُو. مونږ به د ځان سره خپل زامن، لوڼه، ګډې، چېلۍ او خپل څاروى هم بوځُو، ځکه چې مونږ به د مالِک خُدائ په درناوى کښې اختر کوُو.“
نو فِرعون ووئيل، ”زۀ به تاسو تلو ته پرېږدم چې مالِک خُدائ، خپل خُدائ پاک ته په صحرا کښې قربانۍ پېش کړئ، خو تاسو ډېر لرې مۀ ځئ. زما دپاره سوال وکړه.“
مالِک خُدائ ته سوال وکړه. نور مونږ دې ږلۍ او تندرونو ته نۀ شُو ټينګېدے. زۀ به تاسو تلو ته پرېږدم، تاسو به دلته نور نۀ ايسارېږئ.“