3 د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته دا ووايئ چې، د دې مياشتې په لسمه ورځ به هر سړے د خپل خاندان دپاره يو ګډُورے يا د چېلۍ بچے راولى.
اِبراهيم جواب ورکړو، ”زما زويه، خُدائ پاک به په خپله د يو ګډ بندوبست وکړى.“ او دوئ دواړه روان وُو.
بيا هابيل د خپلو ګډو وړومبے ګډُورے راوستو او حلال يې کړو او د ټولو نه ښۀ اندامونه يې د مالِک خُدائ په حضور کښې پېش کړل. مالِک خُدائ د هابيل نه رضا شو او د هغۀ قربانى يې خوښه شوه،
د فسحې د اختر دپاره يوسياه بادشاه خلقو له د خپلو څاروو او رَمو نه دېرش زره ګډان، ګډُورى او د چېلو بچى او درې زره غوَيى ورکړل.
”دا مياشت به ستاسو دپاره د کال اولنۍ مياشت وى.
موسىٰ د بنى اِسرائيلو ټول مشران راوغوښتل او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”په تاسو کښې دې هر يو کس يو ګډُورے يا د چېلۍ بچے خوښ کړى او حلال يې کړئ، نو چې ستاسو خاندان د فسحې اختر وکړى.
او کۀ چرې د چا په خاندان کښې د ټول څاروى خوړلو والا کسان کم وى، نو هغه دې د خپل ګاونډى سره چې د هغۀ د کور په خوا کښې اوسيږى، په شريکه د کسانو د شمېر په مطابق ګډُورے يا د چېلۍ بچے راولى او هر يو کس ته دې د خوراک په مطابق حِصه مِلاو شى.
نو د دې مياشتې د څوارلسمې ورځې په ماښام، د بنى اِسرائيلو ټول قوم به دا څاروى حلال کړى.
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”تۀ ولې ما ته ژاړې؟ بنى اِسرائيلو ته ووايه چې وړاندې لاړ شى.
هغوئ موسىٰ ته ووئيل، ”کۀ تۀ زمونږ سره خبرې کوې نو مونږ به ورته غوږ ونيسو، خو کۀ خُدائ پاک زمونږ سره خبرې وکړى نو مونږ يريږو چې مړۀ به شو.“
هارون هغوئ ته هر څۀ وفرمائيل څۀ چې مالِک خُدائ موسىٰ ته فرمائيلى وُو او د خلقو په مخکښې يې هغه ټولې معجزې وکړې.
نو بنى اِسرائيلو ته ووايه چې زۀ هغوئ ته وايم چې زۀ مالِک خُدائ يم، زۀ به تاسو بچ کړم او زۀ به تاسو د مِصريانو د غلامۍ نه آزاد کړم. زۀ به د خپل لوئ طاقت نه کار واخلم او مِصريانو له به سخته سزا ورکړم او زۀ به تاسو خلاص کړم.
زمونږ د جلاوطنۍ په پينځويشتم کال، د څوارلسم کال په شروع کېدو او د مياشتې په لسم تاريخ چې ښار راپرېوتو په هم دغه ورځ د مالِک خُدائ لاس په ما باندې وو او هغۀ زۀ هلته بوتلم.
هر کله چې اِسرائيليان خپلې قربانۍ پېش کوى نو دا اصُول به ياد ساتى، چې کله يو کس د يو ځناور قربانى پېش کوى، نو هغه به د سوزېدونکې نذرانې دپاره ګډ يا چېلے راولى.
او د خپلې ګناه په جرمانه کښې به هغه خامخا يوه ګډه يا چېلۍ مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه راولى. اِمام به د هغه کس د ګناه دپاره کفاره ادا کړى.
دا هغه څۀ دى چې د هر يو غوَيى، ګډ، ګډُورى، يا چېلۍ سره به پېش کولے شى.
بله ورځ يحيىٰ وليدل چې عيسىٰ د هغۀ طرف ته راروان دے. هغۀ وفرمائيل چې، ”وګورئ، د خُدائ پاک ګډورے څوک چې د دُنيا ګناه په ځان وړى.
چې عيسىٰ يې په خوا کښې تېر شو. يحيىٰ هغۀ ته وکتل او وې فرمائيل چې، ”دا د خُدائ پاک ګډُورے دے.“
د فسح د اختر نه شپږ ورځې مخکښې عيسىٰ بيتِعنياه ته راغے چرته چې د لعزر کور وو، څوک چې هغۀ د مړو نه بيا ژوندے کړے وو.
په بله ورځ ګڼ خلق چې اختر له راغلى وُو چې د دې نه خبر شول چې عيسىٰ هم يروشلم ته راروان دے،
خپل ځان نه زړه خمبيره وباسئ، نو چې تاسو لکه د تازه پتيره اوړو په شان جوړ شئ ځکه چې په حقيقت کښې تاسو د خمبيره اوړو په شان نۀ يئ، نو تاسو پاک يئ، ځکه چې مسيح د فسح اختر ګډُورے، زمونږ دپاره قربان شوے دے.
هغوئ ته ووايه چې په سحر کښې به هغوئ قبيله په قبيله بهر مخې ته راوستے شى. او کومه قبيله چې زۀ په نښه کړم هغه به قبيله په قبيله مخې ته راوستے شى. او کومه قبيله چې زۀ په نښه کړم هغوئ به خاندان په خاندان مخې ته راوستے شى. او کوم خاندان چې زۀ په نښه کړم هغوئ کښې به يو په يو مخې ته راوستے شى.
او د زمکې ټول اوسېدونکى به د هغې عبادت وکړى هغوئ ټول د چا نومونه چې د هغه حلال شوى ګډُورى د ژوندون په کِتاب کښې د ازل نه ليکلے شوى نۀ دى.
سموئيل يو داسې ګډُورے حلال کړو چې مور يې رودله او د يوې نذرانې په توګه يې ټول مالِک خُدائ ته وسوزولو. بيا يې مالِک خُدائ ته دُعا وکړه چې د بنى اِسرائيلو مدد وکړى او مالِک خُدائ د هغۀ دُعا واورېده.