25 چې کله تاسو هغه مُلک ته ورننوځئ چې مالِک خُدائ د هغې درکولو وعده کړې ده، نو تاسو دا اختر هر کال کوئ.
تاسو او ستاسو اولاد به خامخا همېشه دپاره دا اصُول منئ.
چې ستاسو اولاد ستاسو نه تپوس کوى چې، د دې اختر څۀ مطلب دے؟
نو تاسو هر کال دا اختر په خپل مقرر وخت کوئ.
مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ سره پوخ لوظ کړے دے چې تاسو له به د کنعانيانو، حِتيانو، اموريانو، حِويانو او د يبوسيانو مُلک درکوى. چې کله تاسو هغه زرخېز مُلک ته بوځى، نو د کال په وړومبۍ مياشت کښې دا اختر کوئ.
ما دا فېصله کړې ده چې زۀ به دوئ د مِصر نه بهر بوځم چې په کوم ځائ کښې په دوئ ظلم کيږى او زۀ به دوئ هغه زرخېز مُلک ته بوځم، چې هغه د کنعانيانو، حِتيانو، اموريانو، فرزيانو، حِويانو او د يبوسيانو مُلک دے.
نو زۀ لاندې راغلے يم چې هغوئ د مِصريانو نه خلاص کړم او چې هغوئ د مِصر نه بهر يو ښۀ، کولاو او زرخېز مُلک ته بوځم، چرته چې اوس کنعانيان، حِتيان، اموريان، فرزيان، حِويان او يبوسيان اوسيږى.
ما تاسو ته هغه ټول قانون ښودلے دے، کوم چې مالِک خُدائ زما خُدائ پاک ما ته ښودلے دے چې تاسو هغه قانون په هغه مُلک کښې پوره کړئ چې د قبضه کولو دپاره ورباندې حمله کوئ.