24 تاسو او ستاسو اولاد به خامخا همېشه دپاره دا اصُول منئ.
تاسو په دې ورځ خامخا اختر کوئ چې تاسو ته هغه څۀ درياديږى چې ما مالِک خُدائ څۀ کړى دى. دغه اختر په راتلونکى وختونو کښې همېشه دپاره کوئ.“
د پتيرې روټۍ اختر کوئ، ځکه چې دا هغه ورځ ده چې ما تاسو د مِصر نه قبيله په قبيله راوويستلئ. تاسو به په راتلونکى وختونو کښې همېشه په دې ورځ اختر کوئ.
چې کله تاسو هغه مُلک ته ورننوځئ چې مالِک خُدائ د هغې درکولو وعده کړې ده، نو تاسو دا اختر هر کال کوئ.
نو تاسو هر کال دا اختر په خپل مقرر وخت کوئ.
مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ سره پوخ لوظ کړے دے چې تاسو له به د کنعانيانو، حِتيانو، اموريانو، حِويانو او د يبوسيانو مُلک درکوى. چې کله تاسو هغه زرخېز مُلک ته بوځى، نو د کال په وړومبۍ مياشت کښې دا اختر کوئ.