Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 12:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 مالِک خُدائ وفرمائيل، ”تاسو به اووۀ ورځې خمبيره شوې پخه روټۍ نۀ خورئ، صِرف پتيره روټۍ به خورئ. په وړومبۍ ورځ به تاسو د خپلو کورونو نه ټوله خمبيره لرې کړئ، ځکه چې کۀ په دې اووۀ ورځو کښې څوک خمبيره شوې پخه روټۍ وخورى، نو هغه کس به د بنى اِسرائيلو نه نۀ شى ګڼلے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 12:15
28 Iomraidhean Croise  

خو چې کوم نر سنت شوے نۀ وى هغه به زما د خلقو نه بېل وى، ځکه چې هغۀ زما لوظ مات کړے دے.“


کوم خلق چې په يروشلم کښې راغونډ شوى وُو نو هغوئ د لوئې خوشحالۍ سره اووۀ ورځې د پتيرې روټۍ اختر کولو او ليويانو او اِمامانو هره ورځ د جذبې سره د مالِک خُدائ ثناء صِفت کولو.


هغوئ د خوشحالۍ سره اووۀ ورځې د پتيرې روټۍ اختر وکړو. هغوئ ډېر خوشحاله وُو ځکه چې مالِک خُدائ د اسور بادشاه په هغوئ باندې مهربان کړے وو، نو په دې وجه هغۀ د هغوئ په کار کښې مدد وکړو چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک کور جوړ کړى.


په هغه شپه دې غوښه په اور وريته کړے شى او د ترخو بوټو او د پتيرې روټۍ سره دې وخوړلے شى.


موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”دا ورځ ياده ساتئ، په کومه ورځ چې تاسو د مِصر نه راووتلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ، دا هغه ورځ ده چې مالِک خُدائ تاسو د خپل لوئ طاقت سره راوويستلئ، خمبيره روټۍ به نۀ خورئ.


چې ما څنګه حُکم درکړے دے هم هغه شان د ابيب په مياشت کښې، تاسو د پتيرې روټۍ اختر کوئ، دا هغه مياشت ده چې تاسو په کښې د مِصر نه راووتلئ. د دې اختر په اووۀ ورځو کښې تاسو پتيره روټۍ خورئ. او هيڅ څوک به هم زما په حضور کښې خالى لاسونه نۀ حاضريږى.


کۀ هر څوک د دې په شان خوشبوئى جوړه کړى يا يې څوک د يو اِمام نه بغېر په بل چا پورې ولګوى نو هغه به نور زما د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.“


کۀ څوک داسې يو څيز هم جوړ کړى او د عطرو په توګه يې استعمال کړى نو هغه به نور زما د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.“


تاسو خامخا د سبت ورځ منئ، ځکه چې دا ستاسو دپاره مقدسه ده. چې څوک هم دا نۀ منى او په هغه ورځ کار کوى، نو هغه دې ووژلے شى. او څوک چې په هغه ورځ باندې کار کوى نو هغه به د بنى اِسرائيلو نه نۀ شى ګڼلے.


تاسو د پتيرې روټۍ اختر کوئ. لکه څنګه چې ما حُکم درکړے دے، د ابيب په مياشت کښې اووۀ ورځې پتيره روټۍ خورئ، ځکه چې دا هغه مياشت ده چې تاسو په کښې د مِصر نه راووتلئ.


کله چې تاسو ما ته يو ځناور قربانى کوئ نو خمبيره شوې روټۍ ورسره مۀ پېش کوئ. کوم ځناور چې د فسحې په اختر کښې حلال شوى وى نو د هغې يوه برخه هم د بل سحر پورې مۀ پرېږدئ.


هر يو اِسرائيلے يا د بل مُلک کس چې د هغوئ سره اوسيږى کۀ هغه غوښه خورى چې وينه لا په کښې وى، نو مالِک خُدائ به د هغۀ خِلاف شى او هغه به نور د هغۀ د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.


د هر ژوندى څيز ژوند په وينه کښې دے، نو دا ځکه مالِک خُدائ اِسرائيلو ته فرمائيلى دى چې هغوئ به هغه غوښه نۀ خورى چې وينه لا په کښې وى خو کۀ چا وخوړله نو هغه به نور د هغۀ د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.


د هغه سړى دپاره چې څوک داسې کوى، چې هغه څوک هم وى، مالِک خُدائ دې هغه د بنى اِسرائيلو د قوم نه وشړى. کۀ هغه مالِک خُدائ ربُ الافواج ته نذرانې هم راوړى.


د دې مياشتې په پينځلسمه ورځ به اختر شروع کيږى چې اووۀ ورځې به وى، چې په دې دوران کښې به صِرف پتيره روټۍ خوړلے شى.


خو چې څوک پاک وى او لرې سفر کښې نۀ وى او هغه د فسحې اختر ونۀ کړى، نو هغه به نور زما د خلقو نه نۀ شى ګڼلے، ځکه چې هغۀ ما ته په مقرر وخت باندې نذرانه پېش نۀ کړه. هغۀ ته به خامخا د خپلې ګناه سزا مِلاو شى.


بيا هغوئ په دې مطلب پوهه شول چې د روټۍ او د خمبيرې نه ځان ساتل نۀ دى، خو د فريسيانو او صدوقيانو د تعليم نه ځان ساتل دى.


په دې دوران کښې د زرګونو خلقو ګڼه جوړه شوې وه او داسې ټيل جوړ شوے وو چې خلقو يو بل د پښو لاندې کول. نو عيسىٰ اول خپلو مريدانو ته خبرې شروع کړې چې، ”د فريسيانو د خمبيرې نه ځان ساتئ. زما مطلب د هغوئ د منافقت نه دے.


نو چې د اختر ورځې پوره شوې او هغوئ کور ته واپس روان شول نو عيسىٰ په يروشلم کښې ايسار شو خو مور پلار ته يې پته نۀ وه.


نو کله چې هغه خبر شو چې يهوديان په دې کار خوشحاله شول، نو پطروس يې هم ګرفتار کړو. دا واقعه د پتيرې روټۍ د اختر په ورځو کښې وشوه.


زۀ غواړم چې هغه څوک چې تاسو د سنتولو په تعليم پرېشانه کوى هغوئ دې نۀ يواځې دا چې خپل ځانونه سنت کړى بلکې خصيان دې هم کړى.


کله چې تاسو دا خوراک وخورئ، نو خمبيره شوې روټۍ به نۀ خورئ. اووۀ ورځې به تاسو پتيره روټۍ خورئ، هم هغه شان لکه څنګه چې تاسو د مِصر نه په تېزۍ سره راووتلئ. دا روټۍ خورئ او د دې نوم به د تکليفونو روټۍ وى، چې تر کومې پورې تاسو ژوندى يئ نو ستاسو به هغه ورځ ياده وى چې د مِصر مُلک نه راوتلئ.


د فسحې د اختر ځناور د عبادت په هغه يو ځائ کښې حلالوئ، د هغه مُلک په بل يو ځائ کښې هم نه، کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى. تاسو داسې د نمرپرېواتو په وخت کښې کوئ، د ورځې په دې وخت کښې چې کله تاسو د مِصر نه ووتلئ.


ورپسې شپږ ورځې به تاسو پتيره روټۍ خورئ او په اوومه ورځ د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک د عبادت دپاره راغونډ شئ او په هغه ورځ کار مۀ کوئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan