Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 12:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 په هغه شپه به زۀ د مِصر مُلک نه تېرېږم او هر وړومبے پېدا شوے نر انسان او حېوان به ووژنم او د مِصر ټولو معبودانو له به سزا ورکړم، زۀ مالِک خُدائ يم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 12:12
26 Iomraidhean Croise  

کله چې فلستيان تښتېدل، نو هغوئ خپل بُتان د ځان نه وروستو پرېښودل او داؤد حُکم وکړو چې دا دې وسوزولے شى.


هغۀ وړومبى پېدا شوى ماشومان ووژل د مِصريانو، وړومبى پېدا شوى د سړو او د ځناورانو.


خُدائ پاک په خپل آسمانى دربار کښې ولاړ دے، او د نورو معبودانو په مينځ کښې عدالت کوى،


ما وئيل چې، ”تاسو خو خُدايان يئ، تاسو ټول د خُدائ تعالىٰ بچيان يئ.


زر کسان به دې په خوا کښې او لس زره به دې ښى لاس ته راوغورزيږى، خو تا ته به څۀ نقصان نۀ رسيږى.


ځکه چې مالِک خُدائ لوئ خُدائ پاک دے، هغه د ټولو معبودانو نه زورَور او لوئ بادشاه دے.


چې کله مالِک خُدائ د مِصر نه تېريږى او مِصريان هلاکوى، نو هغه به د دروازو په چوکاټونو او پاسنو دُرشلو باندې هغه وينه وګورى او د مرګ فرښته به ستاسو کورونو ته پرې نۀ ږدى چې راننوځى او تاسو ووژنى.


اوس ما ته پته ولګېده چې مالِک خُدائ د نورو ټولو معبودانو نه لوئ دے، ځکه چې هغۀ خپل خلق د مِصريانو نه بچ کړل کله چې مِصريانو دوئ ته سپک کتل.“


نو خپل مالِک به هغه د قاضيانو ځائ ته بوځى. هلته به يې د دروازې يا چوکاټ په مخکښې ودروى او په ستن دې د هغۀ په غوږ کښې سورے وکړى. نو ټول عُمر به يې غلام وى.


د خُدائ پاک په حق کښې بدې ردې مۀ وايئ او د خپل قوم مشرانو ته ښېرې مۀ کوئ.


خُدائ پاک موسىٰ ته وفرمائيل، ”زۀ مالِک خُدائ يم.


بله ورځ مالِک خُدائ هم هغسې وکړل لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو. د مِصريانو ټول څاروى مړۀ شول، خو د بنى اِسرائيلو يو څاروے هم مړ نۀ شو.


دا پېغام د مِصر په حقله دے. ګورئ، مالِک خُدائ مِصر ته د تېزې وريځې دپاسه راروان دے. د مِصريانو بُتان د هغۀ په وړاندې لړزيږى او د مِصر خلق خپله حوصله بائيلى.


هغه به د مِصر د معبودانو په مندرونو اور بل کړى، هغه به مندرونه وسوزوى او بُتان به قبضه کړى او د غنيمت په توګه به يې يوسى. هغه به د مِصر مال متاع داسې صفا کړى لکه څنګه چې يو شپون د خپلې چُوغې نه ورَږې صفا کوى. او بې‌نقصانه به هغه خپل مُلک ته واپس شى.


هغه به د مِصر په بيت‌شمس مندر کښې مقدسې ستنې راوغورزوى کومې چې په هغې کښې ولاړې دى، او هغه به د مِصر د معبودانو مندرونه وسوزوى.“


مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، ”زۀ به امون د مِصر د تيبس معبود او د مِصر نورو معبودانو ته سزا ورکړم. زۀ به د مِصر بادشاهانو او فِرعون ته او هغوئ ټولو ته سزا ورکړم څوک چې په هغۀ يقين کوى.


خو زۀ به د هغوئ نه څۀ کسان د تُورې، قحط او د وبا د مرګ نه بچ کړم، نو چې کومو قومونو ته دوئ ځى نو دوئ به د خپلو ټولو بدو اعمالو اقرار وکړى. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“


د انګورو په ټولو باغونو کښې به ژړاګانې وى، ځکه چې زۀ به ستاسو د سزا دپاره ستاسو په مينځ کښې تېر شم،“ مالِک خُدائ فرمائى.


مالِک خُدائ به هغوئ ويروى کله چې هغه د ټولې دُنيا خُدايان کمزورى کړى. د دُنيا ټول قومونه به د هغۀ عبادت وکړى، او هر يو به يې په خپل مُلک کښې کوى.


چا چې خپل مشران زامن ښخول چې مالِک خُدائ وژلى وُو. ځکه چې مالِک خُدائ د هغوئ د معبودانو سره اِنصاف کړے وو.


سحر وختى د اشدود خلقو وليدل چې د دجون بُت د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په مخکښې پړمخې په زمکه غورزېدلے دے. نو هغوئ را اوچت کړو او واپس يې په خپل ځائ کښې کېښودو.


تاسو د دې دانو او مږو نمونې جوړې کړئ چې ستاسو مُلک تباه کوى او تاسو به خامخا د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک درناوے کوئ. کېدے شى چې هغه تاسو له، ستاسو معبودانو او ستاسو مُلک له سزا درکول بند کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan