3 مالِک خُدائ بنى اِسرائيل د مِصريانو په نظر کښې درانۀ کړى دى. د دې نه علاوه، په خپله موسىٰ هم د مِصر په مُلک کښې د فِرعون د درباريانو او د ټولو خلقو په مخکښې يو عزتمند سړے ګڼلے شو.
زۀ به تا له ډېر اولاد درکړم او هغوئ به يو لوئ قوم شى. زۀ به تا له برکت درکړم او عزتمند به دې کړم، نو ستا په وجه به نورو ته برکت ملاويږى.
خو مالِک خُدائ د يوسف مل وو نو رحم يې پرې وکړو او هغه د قېدخانې د آفسر په نظر کښې ښۀ راغلو.
تۀ چې چرته هم تلې نو زۀ ستا مل وم او چې تۀ مخ په وړاندې تلې نو ما ستا ټولو دشمنانو له شکست ورکولو. زۀ به ستا نوم د دُنيا د لويو مشرانو په شان مشهور کړم.
په ټوله بادشاهۍ کښې دا ښۀ مشهوره وه چې مردکى اوس په محل کښې يو تکړه سړے وو او نور هم تکړه کېدو.
په هغوئ يې هغه خلق مهربان کړل چا چې دوئ ګېر کړى وُو.
بنى اِسرائيلو هم هغسې کړى وُو چې څنګه موسىٰ ورته فرمائيلى وُو او د مِصريانو نه يې د سرو زرو او سپينو زرو کالى او جامې غوښتلى وُو.
مالِک خُدائ په مِصريانو د دې خلقو قدر وکړو او چې دوئ څۀ غوښتل هغوئ ورکړل. نو داسې بنى اِسرائيلو د مِصريانو دولت لوټ کړو.
زۀ به په مِصريانو ستاسو قدر وکړم نو چې کله زما خلق ځى، دوئ به خالى لاسونه نۀ ځى.
کومو خلقو چې به په تا ظلم زياتے کولو نو د هغوئ اولاد به راځى او د عزت نه به تا ته ټيټيږى. هر چا چې ستا سپکاوے کړے دے نو هغه به ستا پښو ته ټيټيږى. هغوئ به تا ته ”د مالِک خُدائ ښار“ يا ”د بنى اِسرائيلو د مقدس ذات صيون“ نوم اخلى.
نو موسىٰ د مِصريانو د ټول حکمت او پوهې تعليم حاصل کړو او هغه په کارونو او کلام کښې ښۀ قابل شو.
نو په اِسرائيلو کښې هيڅکله د موسىٰ په شان پېغمبر نۀ دے پېدا شوے، چې مالِک خُدائ مخامخ د هغۀ سره خبرې وکړې.
مالِک خُدائ موسىٰ د دې دپاره مُلک مِصر ته ولېږلو چې د فِرعون او د هغۀ د درباريانو خلاف داسې معجزې او عجيبه کارونه ښکاره کړى.
په هغه ورځ مالِک خُدائ يشوَع د ټولو بنى اِسرائيلو په نظر کښې عزتمند کړو، هغوئ د هغۀ ټول عُمر هم هغه شان عزت کولو لکه چې څنګه يې د موسىٰ کړے وو.
ګوره، د شېطان د قبيلې نه به هغوئ راولم چې ځان ته يهوديان وائى خو نۀ دى بلکې دروغژن دى، هغوئ به درشى او ستا په پښو به پرېوځى او هغوئ به په دې پوهه شى چې تۀ زما محبوب يې.