هِجرت 11:1 - Pakistani Yousafzai Pashto1 بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”زۀ به د مِصر په فِرعون او د هغۀ په خلقو يو آخرى افت راولم. د هغې نه پس به هغه تاسو د دې ځائ نه تلو ته پرېږدى. په رښتيا سره، هغه به تاسو ټول د دې ځائ نه وباسى. Faic an caibideil |
بل خُدائ کله هم دا جرأت کړے دے چې د بل قوم نه خلق روان کړى او بو يې ځى او هغوئ خپل خلق جوړ کړى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو دپاره په مِصر کښې وکړل؟ ستاسو د سترګو په وړاندې هغۀ د خپل لوئ طاقت او قوت نه کار واخستلو، هغۀ وباګانې او جنګ راوستلو، معجزې او نښې يې وښودلې او يروونکى کارونه يې وکړل.