9 نو موسىٰ ورته وفرمائيل، ”مونږ به ټول سره د خپلو ځوانانو او زړو ځُو. مونږ به د ځان سره خپل زامن، لوڼه، ګډې، چېلۍ او خپل څاروى هم بوځُو، ځکه چې مونږ به د مالِک خُدائ په درناوى کښې اختر کوُو.“
د هغۀ خاندان، د هغۀ وروڼه او د هغۀ د پلار د خاندان باقى ټول خلق د هغۀ سره لاړل. صِرف د هغوئ واړۀ ماشومان، د هغوئ ګډې، چېلۍ او څاروى د جشن په علاقه کښې پاتې شول.
فِرعون ووئيل، ”زما دې په مالِک خُدائ قسم وى چې زۀ به تاسو هيڅکله نۀ پرېږدم چې خپلې ښځې او بچى هم بوځئ. ګورئ، تاسو د څۀ غلط کار منصوبه جوړَوئ.
مونږ به خپل څاروى د ځان سره بوځُو، يو څاروے به هم نۀ پاتې کيږى. مونږ به په خپله څاروى خوښوو چې دې سره د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک عبادت وکړُو. چې مونږ هلته رسېدلى نۀ يُو مونږ ته پته نۀ لګى چې د کومو څاروو قربانۍ هغۀ ته پېش کړُو.“
خپلې ګډې، چېلۍ او څاروى د ځان سره بوځئ او لاړ شئ. او زما د برکت دپاره هم دُعا وکړئ.“
بنى اِسرائيلو د رعمسيس نه سُکات پورې پېدل مزل وکړو. د ښځو او ماشومانو نه بغېر دا تقريباً شپږ لاکه سړى وُو.
سره د ډېرو ګډو، چېلو او څاروو، نور هم ډېر خلق ورسره لاړل.
اووۀ ورځې به تاسو پتيره روټۍ خورئ او په اوومه ورځ د مالِک خُدائ د درناوى دپاره اختر وکړئ.
زما خلق به ستا خبره واورى. نو تۀ د بنى اِسرائيلو مشران د مِصر بادشاه له بوځه او هغۀ ته ووايه چې، مالِک خُدائ د عبرانيانو خُدائ پاک، مونږ ته په خپله ځان څرګند کړو. اوس تۀ مونږ په صحرا کښې د درېو ورځو سفر ته پرېږده چې مالِک خُدائ، زمونږ خُدائ پاک ته قربانۍ پېش کړُو.
د دې نه پس موسىٰ او هارون د فِرعون دربار ته لاړل او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، زما خلق تلو ته پرېږده چې دوئ زما د عزت دپاره په صحرا کښې اختر وکړى.“
موسىٰ او هارون ورته وفرمائيل، ”د عبرانيانو خُدائ پاک مونږ ته په خپله راڅرګند شوے دے. مونږ پرېږده چې په صحرا کښې درې ورځې سفر وکړُو چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک ته قربانۍ پېش کړُو. کۀ مونږ داسې ونۀ کړل، نو هغه به مونږ په وبا يا په جنګ ووژنى.“
په خپل مال دولت سره د مالِک خُدائ عزت کوه، او د خپل ټول فصل په وړومبۍ مېوې سره.
هم په ځوانۍ کښې خپل خالِق ياد ساته، د هغې نه مخکښې چې د مصيبت ورځې راشى، او هغه کلونه راشى او تۀ پکښې ووائې چې، ”د ژوند هيڅ مزه نشته.“
د اوومې مياشتې په پينځلسمه ورځ د عبادت دپاره راغونډېږئ. د مالِک خُدائ په درناوى کښې اووۀ ورځې دا اختر کوئ او هيڅ کار مۀ کوئ.
او اے پلارانو، تاسو خپلو بچو له غصه مۀ ورولئ بلکې د هغوئ تربيت، نصيحت او پالنه د مالِک په طريقه کوئ.
کۀ ستاسو زړۀ نۀ کيږى چې د هغۀ خِدمت وکړئ، نو نن دا فېصله وکړئ چې د چا خِدمت به کوئ، د هغه معبودانو چې ستاسو پلار نيکۀ په مسوپتاميه کښې د هغوئ عبادت کولو يا د اموريانو د معبودانو، چې د چا په مُلک کښې تاسو اوس اوسېږئ. خو پاتې شوه زما او زما د خاندان خبره، نو مونږ به د مالِک خُدائ خِدمت کوُو.“