8 نو موسىٰ او هارون واپس فِرعون له راوستے شول، نو هغۀ دوئ ته ووئيل، ”تاسو لاړ شئ او د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک عبادت وکړئ. خو څوک څوک به ځى؟“
نو فِرعون سمدستى موسىٰ او هارون راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”ما د مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک او ستاسو خِلاف ګناه کړې ده.
فِرعون موسىٰ راوغوښتلو او ورته يې ووئيل، ”تاسو لاړ شئ چې د مالِک خُدائ عبادت وکړئ، هم دغه شان ستاسو ښځې او بچى هم درسره تلے شى. خو ستاسو ګډې، چېلۍ او څاروى به خامخا دلته پاتې کيږى.“
هم په هغه شپه بادشاه موسىٰ او هارون راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”تاسو دواړه او ټول بنى اِسرائيل پاڅئ. زما د مُلک نه ووځئ، لکه څنګه چې تاسو وئيل، نو لاړ شئ او د مالِک خُدائ عبادت وکړئ.
نو فِرعون موسىٰ او هارون راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”لاړ شئ او هم په دې مُلک کښې خپل خُدائ پاک ته قربانۍ پېش کړئ.“
نو فِرعون موسىٰ او هارون راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ ته سوال وکړئ چې دا چيندخې لرې کړى، نو زۀ به ستاسو خلق تلو ته پرېږدم، نو چې دوئ به مالِک خُدائ ته قربانۍ پېش کړى.“
مالِک خُدائ ته سوال وکړه. نور مونږ دې ږلۍ او تندرونو ته نۀ شُو ټينګېدے. زۀ به تاسو تلو ته پرېږدم، تاسو به دلته نور نۀ ايسارېږئ.“