Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 10:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 د قحطۍ مُولخانو نه به ستاسو کورونه، ستا د ټولو درباريانو او ستا د ټولو خلقو کورونه ډک شى. دا به د هغه هر څۀ نه بدتر وى چې کوم ستا پلار نيکۀ په تاريخ کښې ليدلى دى.“ بيا موسىٰ راوګرځېدو او د فِرعون نه لاړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 10:6
11 Iomraidhean Croise  

نه، هيڅکله هم نه. کۀ تاسو د مالِک خُدائ عبادت کول غواړئ نو صِرف سړى تلے شى.“ نو موسىٰ او هارون د فِرعون د دربار نه وشړلے شول.


د مِصر په ټول مُلک کښې به داسې په زوره ژړا وى، چې نۀ به مخکښې کله شوې وى او نۀ به وشى.


موسىٰ خپله خبره د دې وئيلو سره ختمه کړه، ”ستا ټول درباريان به ما له راشى او زما په مخکښې به ټيټ شى او دوئ به زما مِنت وکړى چې خپل ټول خلق روان کړه او لاړ شه. د دې نه پس به زۀ لاړ شم.“ نو موسىٰ د قهره تک سور وو چې د فِرعون نه لاړو.


کۀ تۀ زما خلق تلو ته پرې نۀ ږدې، نو زۀ به په تا، ستا په درباريانو او ستا په خلقو بې‌شمېره مچان نازل کړم، د مِصريانو کورونه به د مچانو نه ډک وى او زمکه به ورباندې پټه وى.


د نيل درياب به د بې‌شمېره چيندخو نه ډک وى. دا به ستا محل، ستا د څملاستو کوټې او کټ ته، ستا د درباريانو او د خلقو کورونو ته او ستاسو تنورونو او د اوړو ښانکونو ته به هم دروخېژى.


ګوره، سبا دا وخت به زۀ ږلۍ ووروم، چې داسې ږلۍ به کله د مِصر په تاريخ کښې هم نۀ وى شوې.


دا د تورې تيارې او غم ورځ ده، د ګڼو وريځو او تورو تيارو يوه ورځ ده. لکه څنګه چې د سحر رڼا په غرونو راخوريږى داسې يو لوئ او طاقتور لښکر راروان دے، چې داسې به نۀ پخوا چا ليدلے وى او نۀ به په راتلونکى وخت کښې کله راشى.


هغوئ په ښار باندې حملې دپاره ورغر وهى، او په دېوالونو يې په منډه وراوړى. هغوئ کورونو ته وراوړى او په کړکيانو باندې لکه د غلو په شان ورننوځى.


هم د ايمان په وسيله موسىٰ مِصر پرېښودو او د بادشاه د قهر نه ونۀ يرېدو، او خپل سفر يې جارى وساتلو ځکه چې د هغۀ نظر په ناليدلى خُدائ پاک باندې وو او پرې قائم پاتې شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan