5 دا به دومره زيات وى چې د زمکې مخ به پټ کړى او هيڅ څوک به هم زمکه نۀ شى کتلے. دا به هغه هر څۀ وخورى کوم چې ږلۍ نۀ دى تباه کړى، دغه شان هغه ونې به هم وخورى چې بيا راشنې کيږى.
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”خپل لاس اوږد کړه چې د مِصر په مُلک د قحطۍ مُلخان راشى. چې د قحطۍ مُلخان راشى نو هر يو شين بوټے به وخورى، هر هغه څيز چې د ږلۍ نه بچ پاتې وى.“
دوئ د زمکې ټول مخ پټ کړو چې د دوئ په وجه مُلک تک تور شو، دوئ هغه هر څۀ وخوړل کوم چې د ږلۍ نه پاتې وُو، سره د هغه مېوې چې په ونو کښې وې. د مِصر ټول مُلک په ونو او بوټو کښې هيڅ يو شين څيز پاتې نۀ شو.
کۀ تۀ هم دغه شان اِنکار کوې، نو ګوره، سبا به زۀ ستا مُلک ته د قحطۍ مُلخان درولېږم.
خو د غنمو فصل خراب نۀ شو، ځکه چې دا وروستو پخيږى.
د قحطۍ د مُلخانو د لښکرو نه چې څۀ پاتې شُو، هغه غټو مُلخانو وخوړل، چې د غټو مُلخانو نه څۀ پاتې شُو نو هغه وړو مُلخانو وخوړل، او څۀ چې د وړو مُلخانو نه پاتې شُو، نو هغه نورو مُلخانو وخوړل.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ به تاسو ته د نقصان شوى فصل تاوان درکړم کوم چې د قحطۍ مُلخانو، غټو مُلخانو، وړو مُلخانو او نورو مُلخانو خوړلى وُو. دا زما لوئ لښکر وو چې ستاسو خلاف مې درلېږلے وو.
د هغوئ نه وړاندې اور هر څۀ سوزوى، او د هغوئ شاته د اور لمبې روانې وى. د هغوئ په وړاندې مُلک لکه د باغِ عدن په شان ښکلے پروت دے. خو د هغوئ نه وروستو زمکه لکه د صحرا په شان شى او د هغوئ نه هيڅ شے بچ نۀ پاتې کيږى.