28 هغۀ موسىٰ ته ووئيل، ”د مخې نه مې ورک شه. نور چې زما وړاندې رانۀ شې. په کومه ورځ چې زما مخې ته راغلې نو مړ به شې.“
په دې باندې آسا هغه پېغمبر ته دومره غصه شو چې هغه يې په زنځيرونو وتړلو او قېد يې کړو. هم د هغه وخت نه آسا د خلقو سره ظلم زياتے شروع کړو.
نو امصياه ورته ووئيل، ”د کله نه تۀ مونږ د بادشاه مشير مقرر کړے يې؟ خولۀ دې بنده کړه، ګنې ووبه دې وژنم.“ پېغمبر خبرې بندې کړې خو دا يې وفرمائيل، ”اوس ما ته پته ولګېده چې خُدائ پاک ستا د تباه کولو فېصله کړې ده دا ځکه چې تا دا هر څۀ وکړل او زما نصيحت ته دې پام نۀ دے کړے.“
نه، هيڅکله هم نه. کۀ تاسو د مالِک خُدائ عبادت کول غواړئ نو صِرف سړى تلے شى.“ نو موسىٰ او هارون د فِرعون د دربار نه وشړلے شول.
هغۀ دا هم فرمائيلى وُو، ”زما د پلار خُدائ پاک زما مل وو او زۀ يې د مِصر د فِرعون نه بچ کړم چې هغۀ زۀ وژلم.“ نو ځکه هغۀ په بل زوئ اِلىعزر نوم کېښودو.
دلته په بيتايل کښې نورې پېشګويانې مۀ کوه، ځکه چې بادشاهى محل او بادشاهى عبادتخانه دلته ده.“
هم د ايمان په وسيله موسىٰ مِصر پرېښودو او د بادشاه د قهر نه ونۀ يرېدو، او خپل سفر يې جارى وساتلو ځکه چې د هغۀ نظر په ناليدلى خُدائ پاک باندې وو او پرې قائم پاتې شو.