Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 10:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 مونږ به خپل څاروى د ځان سره بوځُو، يو څاروے به هم نۀ پاتې کيږى. مونږ به په خپله څاروى خوښوو چې دې سره د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک عبادت وکړُو. چې مونږ هلته رسېدلى نۀ يُو مونږ ته پته نۀ لګى چې د کومو څاروو قربانۍ هغۀ ته پېش کړُو.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 10:26
12 Iomraidhean Croise  

خو موسىٰ ورته وفرمائيل، ”تۀ به مونږ له څاروى راکوې چې مونږ يې د قربانيانو او سوزېدونکې نذرانې په توګه مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته پېش کړُو.


نو موسىٰ ورته وفرمائيل، ”مونږ به ټول سره د خپلو ځوانانو او زړو ځُو. مونږ به د ځان سره خپل زامن، لوڼه، ګډې، چېلۍ او خپل څاروى هم بوځُو، ځکه چې مونږ به د مالِک خُدائ په درناوى کښې اختر کوُو.“


خپلې ګډې، چېلۍ او څاروى د ځان سره بوځئ او لاړ شئ. او زما د برکت دپاره هم دُعا وکړئ.“


مونږ به خامخا په صحرا کښې درې ورځې سفر کوُو چې مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته په صحرا کښې قربانۍ پېش کړُو، لکه څنګه چې هغۀ مونږ له حُکم راکړے دے.“


په خپل مال دولت سره د مالِک خُدائ عزت کوه، او د خپل ټول فصل په وړومبۍ مېوې سره.


خو دا ښار چې په تجارت کښې کومه ګټه کوى نو هغه به مالِک خُدائ ته وقف کيږى. دا پېسه به نۀ شى جمع کولے، خو چې څوک د مالِک خُدائ په حضور کښې پاتې کيږى نو هغوئ به په دې پېسو باندې ښۀ کافى خوراک او ښائسته لباس اخلى.


کله چې هغوئ خپلو رَمو او څاروو سره د مالِک خُدائ لټون له راځى، نو هغوئ به يې پېدا نۀ کړے شى ځکه چې هغۀ دوئ پرېښى دى.


په هغه ورځ به د آسونو په ګونګرو باندې هم ليکلى وى ”مالِک خُدائ ته مقدس کړے شوى“ او د پخلى دېګونه د مالِک خُدائ په کور کښې به لکه د هغه مقدسو لوښو په شان وى چې د قربان‌ګاه په وړاندې دى.


خو هغوئ زمونږ د اُميد نه زياته ورکړه وکړه، بلکې خپل زړونه يې اول مالِک ته او بيا يې د خُدائ پاک په مرضۍ مونږ ته وسپارل.


د ايمان په وسيله کله چې اِبراهيم وبللے شو نو هغه حُکم يې ومنلو او هغه ځائ ته لاړو کوم چې هغۀ ته په ميراث کښې ملاوېدونکے وو، او ورته دا پته نۀ وه چې چرته روان دے خو بيا هم د خپل مُلک نه روان شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan