Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 10:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 خو موسىٰ ورته وفرمائيل، ”تۀ به مونږ له څاروى راکوې چې مونږ يې د قربانيانو او سوزېدونکې نذرانې په توګه مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته پېش کړُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 10:25
8 Iomraidhean Croise  

نوح يوه قربان‌ګاه جوړه کړه چې مالِک خُدائ ته قربانى پېش کړى، هغۀ د هر قِسم حلالو ځناورو او مارغانو نه يو يو را ونيولو، او حلال يې کړل، او په قربان‌ګاه کښې يې وسوزول.


فِرعون موسىٰ راوغوښتلو او ورته يې ووئيل، ”تاسو لاړ شئ چې د مالِک خُدائ عبادت وکړئ، هم دغه شان ستاسو ښځې او بچى هم درسره تلے شى. خو ستاسو ګډې، چېلۍ او څاروى به خامخا دلته پاتې کيږى.“


مونږ به خپل څاروى د ځان سره بوځُو، يو څاروے به هم نۀ پاتې کيږى. مونږ به په خپله څاروى خوښوو چې دې سره د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک عبادت وکړُو. چې مونږ هلته رسېدلى نۀ يُو مونږ ته پته نۀ لګى چې د کومو څاروو قربانۍ هغۀ ته پېش کړُو.“


زما دپاره د خاورې نه يوه قربان‌ګاه جوړه کړئ او په دې باندې خپل ګډان، چېلى او غوَيان د پوره سوزېدونکې قربانو او د سلامتۍ د قربانو په توګه حلالوئ. د خپل عبادت دپاره کوم ځائ چې زۀ درته وښايم نو هغه ځائ ته به زۀ تاسو له درځم او برکت به درکوم.


هارون به هغه چېلے حلال کړى چې د مالِک خُدائ دپاره د پچې په ذريعه خوښ کړے شوے وى او د ګناه د نذرانې په توګه به يې پېش کړى.


چې کله هارون ټولې قربانۍ ختمې کړې، هغۀ خپل لاسونه د خلقو طرف ته اوږدۀ کړل او د هغوئ دپاره يې برکت وغوښتو او بيا راکوز شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan