Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 10:24 - Pakistani Yousafzai Pashto

24 فِرعون موسىٰ راوغوښتلو او ورته يې ووئيل، ”تاسو لاړ شئ چې د مالِک خُدائ عبادت وکړئ، هم دغه شان ستاسو ښځې او بچى هم درسره تلے شى. خو ستاسو ګډې، چېلۍ او څاروى به خامخا دلته پاتې کيږى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 10:24
7 Iomraidhean Croise  

د دوئ ټول څاروى او د نور هر څۀ دې زمونږ نۀ شى څۀ؟ راځئ چې جوړه ورسره وکړُو نو دوئ به زمونږ سره اوسيږى.“


خو موسىٰ ورته وفرمائيل، ”تۀ به مونږ له څاروى راکوې چې مونږ يې د قربانيانو او سوزېدونکې نذرانې په توګه مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته پېش کړُو.


نو فِرعون موسىٰ او هارون راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”لاړ شئ او هم په دې مُلک کښې خپل خُدائ پاک ته قربانۍ پېش کړئ.“


نو فِرعون ووئيل، ”زۀ به تاسو تلو ته پرېږدم چې مالِک خُدائ، خپل خُدائ پاک ته په صحرا کښې قربانۍ پېش کړئ، خو تاسو ډېر لرې مۀ ځئ. زما دپاره سوال وکړه.“


نو فِرعون موسىٰ او هارون راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ ته سوال وکړئ چې دا چيندخې لرې کړى، نو زۀ به ستاسو خلق تلو ته پرېږدم، نو چې دوئ به مالِک خُدائ ته قربانۍ پېش کړى.“


مالِک خُدائ ته سوال وکړه. نور مونږ دې ږلۍ او تندرونو ته نۀ شُو ټينګېدے. زۀ به تاسو تلو ته پرېږدم، تاسو به دلته نور نۀ ايسارېږئ.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan