Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 10:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”خپل لاس آسمان طرف ته اوږد کړه، نو د مِصر په ټول مُلک به تيارۀ راشى، داسې تکه توره تيارۀ چې چا ته به هيڅ هم نۀ ښکارى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 10:21
23 Iomraidhean Croise  

د ورځې په وخت په هغوئ تيارۀ راشى او د غرمې په وخت داسې تيندکونه خورى لکه چې شپه وى.


هغۀ تيارۀ راولېږله او مُلک يې ټول تورتم کړلو، خو ولې دوئ د هغۀ د کلام مخالفت وکړلو.


د هغوئ لار دې تيارۀ او ښوئېدونکې شى، فرښته د مالِک خُدائ دې ورپسې شى.


هغۀ دوئ ته خپله سخته غصه وښودله، او خپل غضب او قهر يې ورته وښودلو، او د هلاکونکو فرښتو دسته يې راولېږله.


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”هارون ته ووايه چې خپله امسا راواخلى او د مِصر ټولو اوبو په طرف يعنې دريابونو، نِهرونو او ډنډونو دپاسه ونيسى. نو د اوبو نه به وينه جوړه شى او د مِصر په ټوله زمکه به وينه وى، داسې د لرګى په لوښو او د خټې په منګو کښې به هم وى.“


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”خپل لاس کښې امسا آسمان ته پورته کړه، نو د مِصر په ټول مُلک، خلقو، ځناورو او په پټو کښې په ټولو بوټو به ږلۍ ووريږى.“


خو د بدکارانو لار لکه د تورې تيارې په شان ده، دوئ په دې نۀ پوهيږى چې په څۀ باندې يې تيندک وخوړلو.


ځکه چې هوښيارانو ته دا پته وى چې هغوئ چرته روان دى، خو کم عقلو ته پته نۀ لګى ځکه چې هغوئ په تيارۀ کښې روان وى. خو ما ته دا پته هم ولګېده چې زمونږ د دواړو اَنجام يو دے.


د داسې پېدائشى مړ ماشوم دُنيا ته راتګ او تګ بې‌معنې دے، مرګ د هغۀ شناخت زمونږ نه پټ ساتى.


کله چې زۀ ستا د ژوند شمع مړه کړم، نو زۀ به آسمان پټ کړم او د دې ستورى به تور کړم، زۀ به نمر په وريځو سره پټ کړم، او سپوږمۍ به خپله رڼا نۀ خوروى.


د غرمې په وخت په ټوله زمکه تيارۀ راخوره شوه او د تير ماسپښين تر درېو بجو پورې وه.


د غرمې په وخت په ټوله زمکه تيارۀ راخوره شوه او د تېر ماسپښين تر درېو بجو پورې وه.


د غرمې وخت وو او په ټوله زمکه تيارۀ راخوره شوه او د ماسپښين تر درېو بجو پورې وه.


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به ستاسو لارښودنه وکړى او هغه به ستاسو دپاره جنګ کوى، هم هغه شان لکه څنګه چې هغۀ ستاسو په مخکښې په مِصر کښې وکړل


د غرمې په وخت کښې به هم تاسو د ړندو په شان اخوا دېخوا ګرځئ او تاسو به د دې جوګه نۀ يئ چې لاره پېدا کړئ. تاسو به په يو کار کښې هم کامياب نۀ يئ. تاسو به پوره کړېدلى او لوټ شوى يئ او هلته به داسې څوک نۀ وى چې ستاسو مدد وکړى.


بل خُدائ کله هم دا جرأت کړے دے چې د بل قوم نه خلق روان کړى او بو يې ځى او هغوئ خپل خلق جوړ کړى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو دپاره په مِصر کښې وکړل؟ ستاسو د سترګو په وړاندې هغۀ د خپل لوئ طاقت او قوت نه کار واخستلو، هغۀ وباګانې او جنګ راوستلو، معجزې او نښې يې وښودلې او يروونکى کارونه يې وکړل.


دغه د دروغو اُستاذان لکه اوچ کُوهيان دى او لکه د داسې وريځې په شان دى چې سيلۍ يې وړى راوړى، نو د هغوئ دپاره تک تور ځائ ساتلے شوے دے.


نو بيا خُدائ پاک فرښتې پرې نۀ ښودې کله چې هغوئ ګناه وکړه بلکې هغوئ يې په دوزخ کښې واچولې او په تورو تيارو کندو کښې يې په زنځيرونو وتړلې چې د قيامت د ورځې پورې به هلته وى.


هغوئ د سمندر د طوفانى چپو په شان دى، خپل شرمناک عملونه لکه د ګنده ځګونو په شان راوچتوى، او لکه د هغه سرګردانه ستورو په شان دى چې د تل دپاره تورو تيارو ته لېږلے شوى دى او رڼا يې ختمه شوې ده.


او هغه فرښتو چې خپل مقام يې ونۀ ساتلو او خپل ځائ يې پرېښودلو، نو خُدائ پاک هغوئ په ابدى زنځيرونو او په تورتم کښې د قيامت د لوئ ورځې پورې ساتلى دى.


بيا څلورمې فرښتې خپل بيګل وغږولو نو دې سره د نمر درېمه حِصه او د سپوږمۍ او د ستورو درېمه حِصه ووهلے شوه نو د دوئ درېمه حِصه تيارۀ شوله او د ورځې درېمه حِصه رڼا ختمه شوه او دغه شان د شپې دريمه حِصه رڼا هم ختمه شوه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan