20 خو مالِک خُدائ د فِرعون زړۀ سخت کړو او بنى اِسرائيل يې تلو ته نۀ پرېښودل.
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”فِرعون له لاړ شه. ما د هغۀ او د هغۀ د درباريانو زړونه سخت کړى دى، چې زۀ په دوئ کښې خپلې دا معجزې څرګندې کړم
او مالِک خُدائ هغه د نمرخاتۀ باد په يو زورَور نمرپرېواتۀ باد بدل کړو، چې ټول د قحطۍ مُلخان يې اوچت کړل او بحرِقُلزم ته يې يوړل. د مِصر په مُلک کښې يو د قحطۍ مُلخ هم پاتې نۀ شو.
مالِک خُدائ د فِرعون زړۀ سخت کړو او دوئ يې تلو ته پرې نۀ ښودل.
موسىٰ او هارون د فِرعون په مخکښې دا ټولې معجزې وکړې، خو مالِک خُدائ به د فِرعون زړۀ سختولو او هغۀ به بنى اِسرائيل د هغۀ د مُلک نه تلو ته نۀ پرېښودل.
ما ته پته ده چې د مِصر بادشاه به تاسو تلو ته پرې نۀ ږدى ترڅو چې هغه مجبور کړے شوے نۀ وى.
مالِک خُدائ موسىٰ ته بيا وفرمائيل، ”اوس چې تۀ واپس مِصر ته روان يې، ګوره، چې د فِرعون په مخکښې هغه ټولې معجزې څرګندې کړې د کومو چې ما طاقت درکړے دے. خو زۀ به د هغۀ زړۀ سخت کړم او هغه به زما خلق تلو ته پرې نۀ ږدى.
خو مالِک خُدائ د فِرعون زړۀ سخت کړو، لکه څنګه چې هغۀ فرمائيلى وُو، چې فِرعون به د موسىٰ او هارون خبره نۀ اورى.
نو دا د خُدائ پاک رضا ده چې په چا رحم کوى، او د چا زړونه سختوى.
خو سيحون بادشاه مونږ پرې نۀ ښودو چې د هغۀ په مُلک کښې تېر شُو. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هغه سخت طبيعته او ضدى کړے وو، نو مونږ شکست ورکړو او د هغۀ علاقه مو ونيوله، چې تر اوسه پورې زمونږ په قبضه کښې ده.