Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 10:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 او چې تاسو خپلو زامنو او نمسو ته وئيلے شئ چې کله ما معجزې څرګندې کړې نو ما د مِصريانو نه څنګه کم عقل جوړ کړل. تاسو ټولو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 10:2
22 Iomraidhean Croise  

مالِکه خُدايه پاکه، تۀ څومره لوئ يې، ستا په شان بل هيڅ څوک هم نشته، مونږ ته همېشه دا پته ده چې صِرف تۀ خُدائ پاک يې.


اے پاکه خُدايه، مونږ په خپلو غوږونو اورېدلې دى، زمونږ پلار نيکۀ هر هغه څۀ مونږ ته بيان کړى دى، کوم کارونه چې تا د هغوئ په زمانه يعنې پخوا زمانه کښې د هغوئ دپاره کړى دى.


تا په خپل طاقت سره هغه قومونه وويستل، او زمونږ پلار نيکۀ دې ودان کړل، هغه خلق دې تباه کړل، زمونږ پلار نيکۀ دې آزاد کړل.


او خلق به دا ووائى، ”بې‌شکه چې صادقان به خپل اجر ومومى، بې‌شکه چې يو داسې خُدائ شته چې د دُنيا اِنصاف کوى.“


کۀ چرې زۀ هم بوډا او سپين‌ږيرے شم، خو اے پاکه خُدايه، ما مۀ پرېږده ځان له، ترڅو چې زۀ راتلونکى نسل ته ستا قدرت بيان نۀ کړم، او ټولو را روانو نسلونو ته ستا زور بيان نۀ کړم.


مونږ چې څۀ اورېدلى او پېژندلى دى، او څۀ چې زمونږ پلار نيکۀ مونږ ته وئيلى دى،


په راتلونکى وخت کښې چې کله ستاسو زامن تپوس کوى چې د دې رسمونو څۀ مطلب دے، نو تاسو به ورته وايئ چې مالِک خُدائ په خپل لوئ طاقت سره مونږ د مِصر نه راوويستلو، چې هلته مونږ غلامان وُو.


چې کله زۀ هغوئ له ماتے ورکړم، نو مِصريانو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“


زۀ به د فِرعون زړۀ سخت کړم او هغه به په دوئ پسې وى، خو زۀ به د فِرعون او د هغۀ په ټول لښکر فتح ومومم نو داسې به زما عزت وشى، او مِصريانو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“ نو بنى اِسرائيلو فرمانبردارى وکړه.


نو اوس، بادشاه سلامت، مالِک خُدائ به يو داسې کار وکړى چې تا ته پته ولګى چې هغه په رښتيا مالِک خُدائ دے. ګوره، زما په لاس کښې چې کومه امسا ده زۀ د درياب اوبۀ په دې وهم او د اوبو نه به وينه جوړه شى.


نو مِصريانو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم، چې کله زۀ د دوئ خِلاف خپل لاس اوچت کړم نو بنى اِسرائيل د هغوئ د مُلک نه بهر بوځم.“


نو هارون دا د ټولو اوبو دپاسه ونيوله او چيندخې راوختلې او ټول مُلک يې پټ کړو.


صرف ژوندى ستا ثناء صِفت کولے شى، لکه څنګه چې زۀ نن ستا ثناء صِفت کوم. پلار خپلو بچو ته ستا وفادارى ښائى.


ما هغوئ پرېښودل چې خپل ځانونه بُتانو ته په نذرانې پېش کولو سره پليت کړى تر دې چې خپل مشران زامن هم ورته قربان کړى، نو په دې کار سره به زۀ هغوئ حق حېران کړم تر دې چې هغوئ به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.


کله چې هغوئ ما هغه مُلک ته راوستل کوم چې ما د هغوئ سره د ورکولو وعده کړې وه نو هرکله چې به هغوئ اوچتې غونډۍ يا شنې ونې وليدلې، نو بيا به هلته هغوئ خپلې قربانۍ پېش کولې، هغوئ داسې قربانۍ بُتانو ته کولې چې زۀ يې په قهر کړم، او هغوئ هلته خپلې د خوشبويانو قربانۍ، او د څښلو نذرانې پېش کړې.


دا خپل اولاد ته ووايئ، او هغوئ دې دا خپل اولاد ته ووائى او داسې دې دا ياد تر نسلونو پورې تازه وى.


او اے پلارانو، تاسو خپلو بچو له غصه مۀ ورولئ بلکې د هغوئ تربيت، نصيحت او پالنه د مالِک په طريقه کوئ.


پام کوئ. او دا خبره يقينى کړئ چې تر کومې پورې تاسو ژوندى يئ نو څۀ چې مو په خپلو سترګو ليدلى دى هغه مۀ هېروئ. خپل بچى او نمسى د هغه ورځې نه خبر کړئ،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan