Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 10:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 او مالِک خُدائ هغه د نمرخاتۀ باد په يو زورَور نمرپرېواتۀ باد بدل کړو، چې ټول د قحطۍ مُلخان يې اوچت کړل او بحرِقُلزم ته يې يوړل. د مِصر په مُلک کښې يو د قحطۍ مُلخ هم پاتې نۀ شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 10:19
7 Iomraidhean Croise  

زۀ لکه د مازيګر د سورى په شان په ختمېدو يم، او زۀ لکه د مُلخ په شان شړلے شوے يم.


موسىٰ د فِرعون نه لاړو او مالِک خُدائ ته يې سوال وکړو.


خو مالِک خُدائ د فِرعون زړۀ سخت کړو او بنى اِسرائيل يې تلو ته نۀ پرېښودل.


نو هغۀ دا خلق د صحرا په کږه وږه لار د بحرِقُلزم په طرف بوتلل. بنى اِسرائيلو د جنګ دپاره قطارونه جوړ کړى وُو.


هغۀ درياب کښې د فِرعون جنګى ګاډۍ او لښکر ډُوب کړو د هغۀ ښۀ ښۀ مشران په بحرِقُلزم کښې ډُوب شول.


زۀ به ستاسو نه د شمال ټول فوجيان لرې وشړم، او هغوئ به زۀ خوشى صحرا او وران مُلک ته وشړم. او د هغوئ وړومبۍ دستې به مشرقى سمندر ته او وروستۍ به يې مغربى سمندر ته وغورزوم. او د هغوئ سخا شوى لاشونو نه به بدبوئ خېژى او په هر طرف به خوريږى. يقيناً چې مالِک خُدائ غټ کارونه کړى دى.


او د ايمان په وسيله بنى اِسرائيل په بحرِقُلزم داسې پورې وتل لکه چې په وُچه زمکه، خو کله چې مِصريانو د پورې وتو کوشش وکړو نو غرق شول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan