18 موسىٰ د فِرعون نه لاړو او مالِک خُدائ ته يې سوال وکړو.
او مالِک خُدائ هغه د نمرخاتۀ باد په يو زورَور نمرپرېواتۀ باد بدل کړو، چې ټول د قحطۍ مُلخان يې اوچت کړل او بحرِقُلزم ته يې يوړل. د مِصر په مُلک کښې يو د قحطۍ مُلخ هم پاتې نۀ شو.
بيا موسىٰ او هارون د فِرعون د دربار نه لاړل. چې کله موسىٰ مالِک خُدائ ته سوال وکړو چې هغه چيندخې لرې کړى کومې چې هغۀ په فِرعون راوستې وې،
نو فِرعون موسىٰ او هارون راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ ته سوال وکړئ چې دا چيندخې لرې کړى، نو زۀ به ستاسو خلق تلو ته پرېږدم، نو چې دوئ به مالِک خُدائ ته قربانۍ پېش کړى.“
موسىٰ ورته وفرمائيل، ”بادشاه سلامت، تۀ صِرف وخت مقرر کړه چې زۀ ستا، ستا درباريانو او ستا د خلقو دپاره سوال وکړم، چې تۀ او ستاسو کورونه د چيندخو نه خلاص شى او د نيل درياب نه بغېر به هيچرته هم پاتې نۀ شى.“
خلقو موسىٰ ته د مدد دپاره چغې کړې، هغۀ مالِک خُدائ ته سوال وکړو نو اور قلار شو.
خو زۀ درته دا وايم چې د خپلو دشمنانو سره مينه کوئ، او څوک چې تاسو زوروى د هغوئ دپاره دُعا کوئ،
د هغوئ دپاره برکت غواړئ څوک چې په تاسو لعنت کوى او د هغوئ دپاره دُعا کوئ څوک چې تاسو بېعزته کوى.