Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 10:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 نو اوس دا يو ځل زما ګناه معاف کړه او مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته سوال وکړه چې دا د مرګ افت زما نه لرې کړى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 10:17
13 Iomraidhean Croise  

يربعام بادشاه پېغمبر ته ووئيل، ”مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک ته زما دپاره دُعا وکړه او هغۀ ته سوال وکړه چې زما لاس روغ کړى.“ نو پېغمبر مالِک خُدائ ته سوال وکړو او د بادشاه لاس روغ شو.


ښوروا هغه سړو ته واچولے شوه چې وې خورى، خو چې څنګه يې دا وڅَکله نو هغوئ اليشع ته وفرمائيل، ”اے د خُدائ پاک خِدمتګاره. په دې لوښى کښې خو زهر دى.“ او هغوئ دا نۀ شوه خوړلے.


نو فِرعون ووئيل، ”زۀ به تاسو تلو ته پرېږدم چې مالِک خُدائ، خپل خُدائ پاک ته په صحرا کښې قربانۍ پېش کړئ، خو تاسو ډېر لرې مۀ ځئ. زما دپاره سوال وکړه.“


چيندخې به په تا، ستا په خلقو او ستا په ټولو درباريانو دروخېژى.“


نو فِرعون موسىٰ او هارون راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ ته سوال وکړئ چې دا چيندخې لرې کړى، نو زۀ به ستاسو خلق تلو ته پرېږدم، نو چې دوئ به مالِک خُدائ ته قربانۍ پېش کړى.“


فِرعون موسىٰ او هارون راوغوښتل او ورته يې وفرمائيل، ”دا ځل زما نه ګناه شوې ده، مالِک خُدائ صادق دے او زۀ او زما خلق بدعمله يُو.


مالِک خُدائ ته سوال وکړه. نور مونږ دې ږلۍ او تندرونو ته نۀ شُو ټينګېدے. زۀ به تاسو تلو ته پرېږدم، تاسو به دلته نور نۀ ايسارېږئ.“


اے مالِکه خُدايه، چې هغوئ په مصيبت کښې ګېر شول نو ستا تلاش يې شروع کړو او ستا د تنبيه لاندې يې دُعا شروع کړه.


خلق موسىٰ له راغلل او ورته يې ووئيل، ”مونږ دا ګناه کړې ده چې د مالِک خُدائ او ستا خِلاف مو خبرې کړې دى. نو مالِک خُدائ ته سوال وکړه چې دا ماران لرې کړى.“ نو موسىٰ د خلقو دپاره دُعا وکړه.


نو شمعون جواب ورکړو چې، ”تاسو د مالِک نه زما دپاره دُعا وغواړئ، څۀ چې تا ووئيل، هغه مصيبت په ما رانۀ شى.“


او اے وروڼو او خوېندو، زۀ د عيسىٰ مسيح په وسيله څوک چې زمونږ مالِک دے او د روح د مينې په وسيله په تاسو زور راوړم چې زما دپاره د خُدائ پاک نه په دُعا غوښتو کښې ما سره يو ځائ شئ،


خُدائ پاک مونږ د داسې خطرناک مرګ نه بچ کړو، او بيا به مو هم بچ کوى. زمونږ په هغۀ ايمان دے چې بيا به مو هم بچ کوى.


خو اوس زۀ تا ته سوال کوم چې زما ګناه وبخښه او واپس زما سره لاړ شه، نو چې داسې زۀ د مالِک خُدائ عبادت وکړم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan