Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 10:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 نو فِرعون سمدستى موسىٰ او هارون راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”ما د مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک او ستاسو خِلاف ګناه کړې ده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 10:16
14 Iomraidhean Croise  

صاحِبه، ما ته پته ده چې ما ګناه کړې ده، نو دا ځکه زۀ د شمالى قبيلو نه وړومبے کس يم چې نن تا سره بادشاه سلامت مِلاوېدو له راغلے يم.“


خو چې کله داؤد مردم‌شمارى وکړه نو خپل ضمير هغه ملامته کول شروع کړل او هغۀ مالِک خُدائ ته وفرمائيل، ”ما چې څۀ کړى دى نو دا مې يوه سخته ګناه کړې ده، مالِکه خُدايه، زما غلطى معاف کړه. ما د کم عقلتوب کار کړے دے.“


داؤد فرښته وليده چې هغې خلق وژل او مالِک خُدائ ته يې وفرمائيل، ”زۀ ګناهګار يم. زۀ هغه کس يم چا چې غلطى کړې ده. دې عاجزو خلقو څۀ کړى دى؟ تا له په کار دى چې ما او زما خاندان له سزا راکړې.“


نو فِرعون موسىٰ او هارون راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”لاړ شئ او هم په دې مُلک کښې خپل خُدائ پاک ته قربانۍ پېش کړئ.“


نو فِرعون موسىٰ او هارون راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ ته سوال وکړئ چې دا چيندخې لرې کړى، نو زۀ به ستاسو خلق تلو ته پرېږدم، نو چې دوئ به مالِک خُدائ ته قربانۍ پېش کړى.“


فِرعون موسىٰ او هارون راوغوښتل او ورته يې وفرمائيل، ”دا ځل زما نه ګناه شوې ده، مالِک خُدائ صادق دے او زۀ او زما خلق بدعمله يُو.


هر هغه څوک چې په خپله ګناه باندې پرده اچوى نو دے به کامياب نۀ شى، خو هر هغه څوک چې د ګناه اعتراف وکړى او هغه بس کړى نو په هغۀ به رحم وشى.


خلق موسىٰ له راغلل او ورته يې ووئيل، ”مونږ دا ګناه کړې ده چې د مالِک خُدائ او ستا خِلاف مو خبرې کړې دى. نو مالِک خُدائ ته سوال وکړه چې دا ماران لرې کړى.“ نو موسىٰ د خلقو دپاره دُعا وکړه.


بلعام د مالِک خُدائ فرښتې ته ووئيل، ”ما ګناه کړې ده. ما ته پته نۀ وه چې تۀ زما د ايسارولو دپاره په لاره کښې ولاړه يې، خو کۀ ستا خوښه نۀ وى نو زۀ به نۀ ځم او واپس به خپل کور ته لاړ شم.“


هغۀ ووئيل، ”ما ګناه کړې ده چې يو بې‌ګناه سړى ته د مرګ سزا مِلاو شوې ده.“ خو هغوئ ووئيل چې، ”زمونږ پرې څۀ؟ تۀ پوهه شه او ستا کار پوهه شه.“


ساؤل جواب ورکړو، ”آو، ما ګناه کړې ده. ما د مالِک خُدائ د حُکم او ستا د لارښودنو نافرمانى کړې ده. زۀ د خپلو سړو نه يرېدم او چې هغوئ څۀ غوښتل نو ما يې خبره منله.


ساؤل جواب ورکړو، ”ما ګناه کړې ده. خو کم از کم زما د خپلو خلقو د مشرانو او بنى اِسرائيلو په مخکښې زما عزت وکړه. ما سره واپس لاړ شه نو چې زۀ د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک عبادت وکړم.“


ساؤل ورته ووئيل، ”ما ګناه کړې ده. زما زويه، داؤده. واپس راشه، زۀ به تا ته نقصان نۀ دررسوم، ځکه چې تا نن زما ژوند بچ کړو. زۀ کم عقل وم، ما يو بد عمل کړے دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan