14 د قحطۍ دې مُولخانو د مِصر ټول مُلک نيولے وو. دا د قحطۍ د مُولخانو د ټولو نه غټ لښکر وو چې نۀ د دې نه مخکښې ليدلے شوے وو او نۀ به بيا کله وليدلے شى.
کله چې په مُلک کښې قحط يا وبا وى، يا په سوزېدونکې هواګانو او يا د قحطۍ مُولخانو په ذريعه فصلونه تباه شى، يا ستا د خلقو په ښارونو باندې دشمنانو حمله کړې وى، يا په هغوئ باندې څۀ افت يا بيمارى راشى،
هغۀ د دوئ فصلونه مُلخانو ته حواله کړل، او د هغوئ غله دانه قحطى مُلخانو وخوړله.
د مِصر په ټول مُلک کښې به داسې په زوره ژړا وى، چې نۀ به مخکښې کله شوې وى او نۀ به وشى.
ګوره، سبا دا وخت به زۀ ږلۍ ووروم، چې داسې ږلۍ به کله د مِصر په تاريخ کښې هم نۀ وى شوې.
د مُلخانو بادشاه نۀ وى، خو د لښکر په شان روان وى.
هغوئ زما د انګورو بوټى تباه کړى دى او زما د اينځرو ونې يې تباه کړې دى، پوستکى يې ترې نه ويستى دى او تباه کړى يې دى، د دې څانګې يې خالى او لغړى پرېښودې دى.
تاسو به ښۀ ډېر تخم وکَرئ، خو لږ فصل به ترې ورېبئ، ځکه چې د قحطۍ مُلخان به ستاسو فصلونه وخورى.
ستاسو ټولې ونې او فصلونه به د قحطۍ مُلخان خرابتُراب کړى.