10 فِرعون ووئيل، ”زما دې په مالِک خُدائ قسم وى چې زۀ به تاسو هيڅکله نۀ پرېږدم چې خپلې ښځې او بچى هم بوځئ. ګورئ، تاسو د څۀ غلط کار منصوبه جوړَوئ.
نو حزقياه دې ته مۀ پرېږدئ چې دوکه مو کړى يا چې په داسې غلطه لار مو بوځى. په هغۀ باندې اعتبار مۀ کوئ. د يو قوم خُدائ هم خپل خلق د اسور د يو بادشاه نه نۀ دى بچ کړى. نو بېشکه ستاسو دا خُدائ هم تاسو نۀ شى بچ کولے.“
نه، هيڅکله هم نه. کۀ تاسو د مالِک خُدائ عبادت کول غواړئ نو صِرف سړى تلے شى.“ نو موسىٰ او هارون د فِرعون د دربار نه وشړلے شول.
فِرعون موسىٰ راوغوښتلو او ورته يې ووئيل، ”تاسو لاړ شئ چې د مالِک خُدائ عبادت وکړئ، هم دغه شان ستاسو ښځې او بچى هم درسره تلے شى. خو ستاسو ګډې، چېلۍ او څاروى به خامخا دلته پاتې کيږى.“
نو موسىٰ ورته وفرمائيل، ”مونږ به ټول سره د خپلو ځوانانو او زړو ځُو. مونږ به د ځان سره خپل زامن، لوڼه، ګډې، چېلۍ او خپل څاروى هم بوځُو، ځکه چې مونږ به د مالِک خُدائ په درناوى کښې اختر کوُو.“
د ورځې به مالِک خُدائ د وريځې په ستن کښې د لار ښودلو دپاره د دوئ نه مخکښې تلو او د شپې د اور په ستن کښې مخکښې تلو چې دوئ ته رڼا وى او چې دوئ د شپې، ورځې مزل کوى.
څوک په خپل حکم څۀ کار کولے شى ترڅو چې مالِک په خپله د هغې حکم نۀ وى کړے؟