Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 1:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 بيا په مِصر يو نوے بادشاه راغلو چې هغۀ ته د يوسف په حقله هيڅ معلومات نۀ وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 1:8
10 Iomraidhean Croise  

هغۀ د خپل قوم نه تور کړل د مِصريانو زړونه، چې د دۀ د خِدمتګارانو سره چالاکى وکړى.


لاړ شه او د بنى اِسرائيلو مشران په يو ځائ راغونډ کړه او هغوئ ته ووايه چې زۀ مالِک خُدائ، د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک، د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب خُدائ پاک، تا ته راڅرګند شوم. هغوئ ته ووايه چې زۀ دوئ له راغلے يم او ما ليدلى دى چې مِصريانو د دوئ سره څۀ کول.


بيا مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”ما وليدل چې زما د خلقو سره په مِصر کښې څومره ظلم کيږى، ما د هغوئ فرياد اورېدلے دے چې هغوئ د ظالمانو مشرانو نه خلاص شى. ما ته د هغوئ د ټولو تکليفونو پته ده،


ګوره، ما د خپلو خلقو ژړا اورېدلې ده او زۀ دا هم ګورم چې مِصريان په دوئ ظلم کوى.


خو په هغه ښار کښې يو غريب خو هوښيار کس وو. هغۀ په خپلې هوښيارتيا سره هغه ښار بچ کړو. خو وروستو هيچا هغه ياد نۀ کړو.


بيا دا چې په مِصر کښې يو بل بادشاه په تخت کښېناستو څوک چې د يوسف نه ناخبره وو.


هغۀ زمونږ د قوم سره ټګى وکړه او زمونږ پلار نيکونه يې په ظلم دې ته مجبوره کړل چې هغوئ خپل د پيو ماشومان بهر وغورزوى چې مړۀ شى.


د مِصر خلقو مونږ سره بد سلوک کولو او زمونږ نه يې غلامان جوړ کړى وُو.


هغه ټول نسل هم مړ شو او ورپسې نسل مالِک خُدائ او هغه څۀ هېر کړل چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو دپاره کړى وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan