22 په آخر کښې فِرعون خپلو ټولو خلقو له حُکم ورکړو چې، ”د عبرانيانو هر يو پېدا شوے بچے راوړئ او د نيل درياب کښې يې وغورزوئ، خو جينکۍ به ژوندۍ پرېږدئ.“
پوره دوه کاله تېر شوى وُو چې د مِصر فِرعون خوب وليدو چې هغه د نيل درياب په غاړه ولاړ وو،
هغۀ د خپل قوم نه تور کړل د مِصريانو زړونه، چې د دۀ د خِدمتګارانو سره چالاکى وکړى.
”چې کله تاسو د عبرانيانو ښځو د بچى د پېدا کېدو په وخت مدد کوئ او هغوئ د بچى د زېږېدو په ځائ ناستې ووينئ نو کۀ هغه پېدا کېدونکے زوئ وى نو وې وژنئ، خو کۀ هغه لور وى نو ژوندۍ يې پرېږدئ.“
د فِرعون لور ټوکرۍ کولاو کړه او يو ماشوم يې په کښې وليدو. هغۀ ژړل او د هغې ورباندې زړۀ وسوزېدلو. هغې ووئيل، ”دا ماشوم عبرانے دے.“
ځکه چې هغوئ د بدکارۍ طرف ته په منډه روان وى، او د وينې تويولو په اړخ تېزۍ سره روان وى.
قهر خو ظالم دے او غضب انسان چخڼى کوى خو د حسد په وړاندې څوک ټينګېدے شى؟
ترڅو پورې چې دوئ غلط کار نۀ وى کړے تر هغې خوب نۀ ورځى، ترڅو پورې چې دوئ چا ته تيندک نۀ وى ورکړے نو دوئ تر هغې پورې آرام نۀ کوى.
هغۀ زمونږ د قوم سره ټګى وکړه او زمونږ پلار نيکونه يې په ظلم دې ته مجبوره کړل چې هغوئ خپل د پيو ماشومان بهر وغورزوى چې مړۀ شى.
هم د ايمان په وسيله د موسىٰ مور پلار د هغۀ د پېدايښت نه پس تر درېو مياشتو پورې هغه پټ وساتلو ځکه چې هغوئ وليدل چې ماشوم ښکلے دے او هغوئ د بادشاه د حُکم نه ونۀ يرېدل.