Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 1:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 خو چې هغوئ پرې څومره ظلم زياتے کولو نو لا زياتېدل او په مُلک کښې هومره خورېدل. مِصريان د هغوئ نه يرېدل او د بنى اِسرائيلو سره يې کينه شروع کړه

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 1:12
17 Iomraidhean Croise  

ورته يې وفرمائيل، ”زۀ ستا د پلار خُدائ پاک يم. مِصر ته تلو نه مۀ يرېږه، زۀ به هلته ستا د اولاد نه يو لوئ قوم جوړوم.


تا هغوئ له دومره بچى ورکړل لکه چې په آسمان کښې څومره ستورى دى، او تا هغوئ راوستل چې هغه مُلک قبضه کړى او هلته اوسيږى هغه مُلک کوم چې تا د هغوئ پلار نيکۀ له د ورکولو وعده کړې وه.


په حقيقت کښې نفرت کم عقل خلق وژنى، او حسد ساده خلق وژنى.


خو مالِک خُدائ خپل خلق ډېر کړل، هغۀ دوئ د دشمنانو نه ډېر زيات کړل.


هغۀ هغوئ ته برکت ورکړو او شمېر يې ورله ډېر زيات کړو، او هغۀ د هغوئ په رمو کښې نقصان رانۀ وستلو.


دايڼې د خُدائ پاک نه يرېدلې نو خُدائ پاک د هغوئ سره ښۀ وو او د هغوئ کورونه يې ودان کړل. او بنى اِسرائيل زياتېدل او طاقتور شول.


خو د هغوئ د اولاد د بنى اِسرائيلو ډېر بچى پېدا شول او ډېر زيات او طاقتور شول او ټول مُلک د هغوئ نه ډک شو.


هغۀ خپلو خلقو ته ووئيل، ”ګورئ، دا بنى اِسرائيل ډېر زيات او تکړه شول او دوئ زمونږ دپاره خطرناک دى.


هيڅ قسمه حِکمت، عقل او منصوبه نشته چې د مالِک خُدائ خلاف کاميابه شى.


قهر خو ظالم دے او غضب انسان چخڼى کوى خو د حسد په وړاندې څوک ټينګېدے شى؟


نو په هغۀ او د هغۀ په ټولو خلقو د يرې نه وېښتۀ نېغ ودرېدل.


بيا فريسيانو يو بل ته ووئيل، ”تاسو ګورئ چې مونږ هيڅ نۀ شُو کولے، وګورئ، ټوله دُنيا په هغۀ پسې روانه ده.“


مونږ ته پته ده څوک چې د خُدائ پاک سره مينه کوى د هغه خلقو د ښېګړې دپاره هر څۀ په شريکه کار کوى يعنې کوم خلق چې د هغۀ د ارادې په مطابق رابللے شوى دى.


نو، د مالِک خُدائ په حضور کښې به تاسو دا خبرې بيان کړئ چې، ”زما پلار نيکۀ د شام وو او هغه به لکه د کوچيانو ګرځېدو، هغۀ خپل خاندان مِصر ته بوتلو چې هلته اوسيږى. کله چې هغوئ هلته لاړل نو هغوئ څو کسان وُو، خو د هغوئ نه يو لوئ او طاقتور قوم جوړ شوے دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan