11 نو مِصريانو په بنى اِسرائيلو باندې مشران مقرر کړل چې په زور يې ترې نه کار اخستو. بنى اِسرائيلو د فِرعون دپاره د پتوم او رعمسيس ښارونو نه ګودامونه جوړ کړل.
مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ دا خبره ياده ساته چې ستا اولاد به په پردى مُلک کښې مسافر شى، دوئ به هلته نوکران شى او څلور سوه کاله به پرې ظلم کيږى،
بيا يوسف خپل پلار او خپلو وروڼو له رعمسيس ښار ته نزدې د مِصر د ټولو نه ښۀ زمکه ورکړه، لکه څنګه چې فِرعون حُکم کړے وو.
د ګودامونه والا ښارونه، د هغۀ د آسونو او جنګى ګاډو دپاره ښارونه او چې په يروشلم، لبنان او خپله ټوله بادشاهۍ کښې يې څۀ هم جوړول غوښتل نو هغه يې جوړ کړل.
بِنحدد د آسا دا مشوره ومنله او خپل فوجى آفسران او خپل فوجيان يې ولېږل چې د اِسرائيل په ښارونو حمله وکړى. هغوئ عيون، دان، ابيلبيتمعکه او د نفتالى هغه ټول ښارونه قبضه کړل چرته چې سامانونه جمع کولے شول.
او په صحرا کښې د پَخو دېوالونو ښار تدمور يې بيا جوړ کړو. هغۀ په حمات کښې هغه ټول ښارونه هم بيا جوړ کړل چې کوم ښارونه د ګودامونو دپاره استعمالېدل.
دوئ به د يو قوم نه بل قوم ته سرګردانه ګرځېدل، او د يو بادشاهت نه به بل بادشاهت ته سرګردانه تلل.
”هغوئ د ماشوموالى نه په ما باندې ډېر زياتے کړے دے،“ بنى اِسرائيل پرېږده چې داسې ووائى.
”هغوئ د ماشوموالى نه په ما باندې ډېر زياتے کړے دے، خو هغوئ ما ته شکست نۀ دے راکړے.
هغوئ خزانې وموندلې کۀ څۀ هم څوک چې شپول کښې اوسېدل، کونترې چې د سپينو زرو وزرونه يې وُو او بڼې يې د سرو زرو وې.
هغه وائى چې، ”ما درله د اوږو نه بوج اخوا کړو، ما ستا لاسونه د دروند بوج نه آزاد کړل.
چې کله موسىٰ لوئ شو نو هغه خپلو خلقو عبرانيانو له لاړو او هغۀ وليدل چې د هغوئ نه سخت کار اخستلے شو. هغۀ دا هم وليدل چې يو مِصرى يو عبرانے وهلو، دا د موسىٰ د خپلو خلقو نه يو کس وو.
بيا مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”ما وليدل چې زما د خلقو سره په مِصر کښې څومره ظلم کيږى، ما د هغوئ فرياد اورېدلے دے چې هغوئ د ظالمانو مشرانو نه خلاص شى. ما ته د هغوئ د ټولو تکليفونو پته ده،
د هغوئ نه سخت کار اخستونکى مشران او د دوئ آفسران بهر لاړل او بنى اِسرائيلو ته يې ووئيل، ”فِرعون وئيلى دى چې هغه به تاسو له نور بوس نۀ درکوى.
نو د بنى اِسرائيلو آفسران راغلل او فِرعون ته يې فرياد وکړو، ”بادشاه سلامت، زمونږ سره داسې ولې کيږى؟
او هم هغه هومره خَښتې ترې نه غواړئ چې څومره يې مخکښې جوړولې، تاسو پرې يوه هم مۀ کموئ. دوئ خو کار نۀ کوى، نو ځکه دوئ هر وخت مِنتُونه کوى چې زۀ دوئ پرېږدم چې لاړ شى او خپل خُدائ پاک ته قربانۍ پېش کړى.
قهر خو ظالم دے او غضب انسان چخڼى کوى خو د حسد په وړاندې څوک ټينګېدے شى؟
چې زمونږ پلار نيکۀ څنګه مِصر ته لاړل، هلته مونږ ډېر وخت اوسېدلو. مِصريانو زمونږ د پلار نيکۀ او زمونږ سره بد سلوک کولو،
د مِصر خلقو مونږ سره بد سلوک کولو او زمونږ نه يې غلامان جوړ کړى وُو.