6 د سوسه په مرکزى ښار کښې يهوديانو پينځۀ سوه کسان ووژل.
د بادشاه د حُکم په مطابق هغه فرمان د سوسه په مرکزى ښار کښې خلقو ته ورسولے شو او پېغام رسونکو دا خبر نورو صُوبو ته يوړو. په کوم وخت کښې چې د سوسه ښار په ګډوډۍ کښې اچولے شو نو بادشاه او همان شرابو څښلو ته ناست وُو.
نو په هغه ورځو کښې يهوديانو خپل دشمنان په تُورو ووژل او نيست او نابود يې کړل. او چا چې د يهوديانو نه نفرت کولو د هغوئ سره يې د خپلې مرضى په مطابق عمل وکړو.
همان د همداتا زوئ چې د يهوديانو دشمن وو د هغۀ لس زامن هم په کښې وژلے شوى وُو، چې نومونه يې دا دى، پرشنداتا، دلفون، اسپاتا، پوراتا، ادلياه، اردتا، پرمشتا، اريسى، ارِدى او ويزاتا، دا ټول مړۀ شول خو لوټ مار ونۀ شو.
کۀ د هغوئ اولاد ډېر هم وى، خو د هغوئ بچى به په جنګ کښې او د لوږې نه مړۀ شى.