اِستَر 9:5 - Pakistani Yousafzai Pashto5 نو په هغه ورځو کښې يهوديانو خپل دشمنان په تُورو ووژل او نيست او نابود يې کړل. او چا چې د يهوديانو نه نفرت کولو د هغوئ سره يې د خپلې مرضى په مطابق عمل وکړو. Faic an caibideil |
په دې خطونو کښې دا تفصيل وو چې بادشاه به په هر ښار کښې يهوديانو له دا اجازت ورکړى چې د خپلو ځانونو د حِفاظت دپاره متحد شى. کۀ د يو قوم فوجيان په هره يوه صُوبه کښې په يهودى سړو باندې، د هغوئ بچو او ښځو باندې حمله وکړى، نو يهوديان به هم ورباندې حمله کوى او حمله کوونکى به تباه کړى، هغوئ دې تر آخرى کس پورې ووژنى او د هغوئ هر څۀ دې لوټ کړى.