Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اِستَر 9:31 - Pakistani Yousafzai Pashto

31 او هغوئ او د هغوئ اولاد ته يې دا نصيحت کړے وو چې په صحيح وخت باندې د پوريم ورځې هم هغه شان مناو کړى، لکه څنګه چې هغوئ د روژو د نيولو او د غم د وخت اصُول خپل کړى دى. د دې حُکم مردکى او مَلِکه اِستَر دواړو کړے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اِستَر 9:31
4 Iomraidhean Croise  

يرمياه پېغمبر د يوسياه بادشاه دپاره يوه د غم سندره جوړه کړه. نو د اِسرائيل په مُلک کښې د سندرغاړو، ناريناؤ او زناناؤ دواړو دا يو رِواج جوړ شو، چې کله به هغوئ د هغۀ دپاره د غم ژړا کوله نو دا سندره به يې وئيله. دا سندره د مرثيو په کِتاب کښې ليکلے شوې ده.


”لاړ شه او په سوسه کښې ټول يهوديان په يو ځائ راغونډ کړه، روژه ونيسئ او زما دپاره دُعا وکړئ. درې ورځې او درې شپې هيڅ خوراک څښاک مۀ کوئ. زۀ او زما خِدمتګارې به هم ستاسو په شان روژه ونيسو. د هغې نه پس به بيا زۀ بادشاه له لاړه شم، اګر چې دا د قانون خِلاف ورزى ده. خو کۀ د داسې کولو په وجه زۀ مرم، نو مړه دې شم.“


په ټولو صُوبو کښې، چرته هم چې د بادشاه د فرمان پته لګېدلې وه، نو هلته يهوديانو په چغو چغو ژړل. هغوئ روژه ونيوله، ژړا او وير يې کولو او ډېرو کسانو د ټاټ جامې اغوستې وې او سر يې په ايرو پټ کړے وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan