اِستَر 9:3 - Pakistani Yousafzai Pashto3 د صُوبو ټولو آفسرانو، حکمرانانو، وزيرانو او شاهى نمائندګانو د يهوديانو مدد په دې وجه وکړو چې هغوئ د مردکى نه يرېدل. Faic an caibideil |
نو د درېمې مياشتې يعنې د سيوان د مياشتې په درويشتمه ورځ داسې وشول. مردکى د بادشاه منشيان راوغوښتل او يهوديانو، حکمرانانو، وزيرانو او د هِندوستان نه واخله تر ايتهوپيا پورې د يو سل او اوويشتو صُوبو آفسرانو ته يې خطونه وليکل. خطونه هرې صُوبې ته په خپله ژبه او رسمالخط کښې او يهوديانو ته په خپله ژبه او رسمالخط کښې ليکلے شوى وُو.