29 بيا د ابىخېل لور مَلِکه اِستَر هم، د مردکى سره يو خط وليکلو او چې مردکى کوم خط د پوريم په باره کښې مخکښې ليکلے وو د هغې د تصديق دپاره هغې خپل ټول ليکلے اختيار هم شامل کړو.
نو هغه وخت راغلو چې اِستَر بادشاه له لاړه شى. اِستَر د ابىخېل لور او د مردکى د ترۀ لور وه، چې مردکى هغه د خپلې لور په توګه اخستې وه. کله چې د هغې وار راغلو، نو هغې هم هغه جامې اغوستې وې د کومو مشوره چې د بادشاه د ښځو د کور مشر هيجا نومې خصى له ورکړې وه، اِستَر چې چا هم ليدله نو د هغۀ به خوښېدله.
د بادشاه د حُکم په مطابق هغه فرمان د سوسه په مرکزى ښار کښې خلقو ته ورسولے شو او پېغام رسونکو دا خبر نورو صُوبو ته يوړو. په کوم وخت کښې چې د سوسه ښار په ګډوډۍ کښې اچولے شو نو بادشاه او همان شرابو څښلو ته ناست وُو.
مردکى خطونه د اخسويرس بادشاه د طرف نه ليکلى وُو او په دې باندې يې شاهى مهر لګولے وو. دا په هغه تېزو آسونو باندې سوارو کسانو په ذريعه رسولے شوى وُو چې کوم آسونه د بادشاه دپاره ساتلے شوى وُو.
مردکى دا واقعې ليکلې وې او د فارس په ټول سلطنت کښې نزدې او لرې ټولو يهوديانو له يې خطونه لېږلى وُو،
هغوئ ته يې وئيلى وُو چې هر کال د ادر مياشتې په څوارلسمه او پينځلسمه ورځ اختر کوئ.
دا فېصله شوې وه چې د يهوديانو د خاندان راتلونکے هر يو نسل چې په هره صُوبه يا ښار کښې وى په راتلونکى ټولو وختونو کښې به د پوريم دا ورځې يادې ساتى او دا ورځې به مناووى.