Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اِستَر 9:28 - Pakistani Yousafzai Pashto

28 دا فېصله شوې وه چې د يهوديانو د خاندان راتلونکے هر يو نسل چې په هره صُوبه يا ښار کښې وى په راتلونکى ټولو وختونو کښې به د پوريم دا ورځې يادې ساتى او دا ورځې به مناووى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اِستَر 9:28
9 Iomraidhean Croise  

يهوديانو د خپلو ځانونو، د خپل اولاد او د هغه چا دپاره دا اصُول جوړ کړو چې څوک يهودى شى، نو هر کال به په صحيح وخت باندې دا دوه ورځې په باقاعدګۍ سره د مردکى د اصُولو په مطابق مناووى.


بيا د ابى‌خېل لور مَلِکه اِستَر هم، د مردکى سره يو خط وليکلو او چې مردکى کوم خط د پوريم په باره کښې مخکښې ليکلے وو د هغې د تصديق دپاره هغې خپل ټول ليکلے اختيار هم شامل کړو.


اے زما روحه، د مالِک خُدائ ثناء ووايه، چې د هغۀ ټول احسانونه هېر نۀ کړى.


يو نسل به بل نسل ته ستا د کارونو ستائينه کوى، او دوئ به ستا د لويئ کارونه بيانوى.


د پتيرې روټۍ اختر کوئ، ځکه چې دا هغه ورځ ده چې ما تاسو د مِصر نه قبيله په قبيله راوويستلئ. تاسو به په راتلونکى وختونو کښې همېشه په دې ورځ اختر کوئ.


د خلدى، طوبياه، يدعياه او حين د صفنياه زوئ ته به تاج د مالِک خُدائ په کور کښې د يادګار په توګه ورکړے شى.


نو تاسو به ورته وايئ چې کله د مالِک خُدائ د لوظ صندوق هلته نه تېرېدو نو د اُردن سيند اوبۀ بهېدل بند شوى وُو. دا کاڼى به د همېشه دپاره د بنى اِسرائيلو يو يادګار وى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan