هر ښار او هرې صُوبې ته هم چې د بادشاه فرمان ورسېدو، نو يهوديان خوشحاله وُو. هغوئ مېلمستيا او جشن وکړو. او په هغوئ کښې نور ډېر خلق په دې وجه يهوديان شول، ځکه چې د يهوديانو نه يرېدل.
دا فېصله شوې وه چې د يهوديانو د خاندان راتلونکے هر يو نسل چې په هره صُوبه يا ښار کښې وى په راتلونکى ټولو وختونو کښې به د پوريم دا ورځې يادې ساتى او دا ورځې به مناووى.
او د ډېرو قومونو خلق به راشى او وبه وائى، ”راځئ چې د مالِک خُدائ غر ته وخېژُو، او چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک کور ته لاړ شُو، هلته به هغه مونږ ته خپلې لارې وښائى، او مونږ به د هغۀ په لارو ځو.“ ځکه چې د صيون نه به د هغۀ تعليمات راوځى، او د هغۀ کلام به د يروشلم نه راځى.