26 نو ځکه هغې ته د پوريم اختر وائى، پخوا زمانه کښې به دا لفظ د پچى اچولو دپاره استعمالېدو. د مردکى د خطونو په وجه او د هغه هر څۀ په وجه چې په هغوئ شوى وُو،
د اخسويرس بادشاه د حکومت په دولسم کال، په وړومبۍ مياشت يعنې د نسان په مياشت، همان حُکم وکړو چې پوريم يعنې پچه دې واچولے شى چې دا معلومه کړى چې د دې منصوبې دپاره صحيح مياشت کومه يوه ده. نو د دولسمې مياشتې يعنې د ادر مياشتې ديارلسمه ورځ خوښه کړے شوه.
مردکى دا واقعې ليکلې وې او د فارس په ټول سلطنت کښې نزدې او لرې ټولو يهوديانو له يې خطونه لېږلى وُو،
د اِستَر هغه حُکم کوم چې د پوريم د اصُولو پوره کېدل وو هغه په يو کِتاب کښې ليکلے شوے وو.
”په هغه ورځ به زۀ جوج له په بنى اِسرائيلو کښې د يو لوئ قبرستان ځائ ورکړم، په هغه وادۍ کښې په کومه کښې چې خلق د سمندر مشرق خوا ته تلۀ راتلۀ کوى. دا به د مسافرو لاره بنده کړى، ځکه چې جوج او د هغۀ ټول لښکر به هلته ښخ وى. نو بيا به دې ته د هامون جوج وادى وئيلے کيږى.
دا د بنى اِسرائيلو دپاره يو خبردارے وو چې څوک د هارون اولاد نۀ وى نو بل غېر سړے به قربانګاه ته نزدې نۀ راځى د دې دپاره چې مالِک خُدائ ته خوشبوئى وسوزوى. ګنې هغه به د قورح او د هغۀ د سړو په شان تباه شى. دا هر څۀ هم هغه شان وشول چې څنګه مالِک خُدائ اِلىعزر له د موسىٰ په ذريعه حُکم ورکړے وو.