23 نو يهوديانو د مردکى په اصُولو باندې عمل وکړو او دا اختر د هر کال رِواج جوړ شو.
دا هغه ورځې وې چې په هغې باندې يهوديانو د خپلو دشمنانو نه ځانونه خلاص کړل، دا هغه مياشت وه چې د غم او د خفګان وخت نه په خندا او خوشحالۍ باندې بدله شوې وه. هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې په دې ورځو باندې خوشحالى او مېلمستيا وکړئ او يو بل او غريبانانو له د خوراک دپاره تُحفې ورکړئ.
د همداتا زوئ همان چې د اجاج د اولاد نه وو او د يهوديانو دشمن وو، هغۀ پچه واچوله چې دا پوريم بللے شوه، دا د دې دپاره وه چې د يهوديانو د تباهۍ ورځ معلومه کړى، هغۀ دا منصوبه جوړه کړې وه چې هغوئ صفا ختم کړى.