21 هغوئ ته يې وئيلى وُو چې هر کال د ادر مياشتې په څوارلسمه او پينځلسمه ورځ اختر کوئ.
هغوئ د خُدائ پاک کور د داريوس بادشاه د بادشاهۍ په شپږم کال کښې د ادر مياشتې په درېمه ورځ سر ته ورسولو.
د اخسويرس بادشاه د حکومت په دولسم کال، په وړومبۍ مياشت يعنې د نسان په مياشت، همان حُکم وکړو چې پوريم يعنې پچه دې واچولے شى چې دا معلومه کړى چې د دې منصوبې دپاره صحيح مياشت کومه يوه ده. نو د دولسمې مياشتې يعنې د ادر مياشتې ديارلسمه ورځ خوښه کړے شوه.
دا د ادر د مياشتې په ديارلسمه ورځ باندې وشول. په ورپسې ورځ يعنې په څوارلسمه ورځ باندې نور قتلونه ونۀ شول او هغوئ په دې ورځ د خوشحالۍ نه يې مېلمستيا وکړه.
خو د سوسه يهوديانو پينځلسمه ورځ د چُهټۍ ورځ وګرځوله، ځکه چې هغوئ په ديارلسمه او څوارلسمه ورځ باندې خپل دشمنان وژلى وُو او په پينځلسمه ورځ يې وژل بس کړى وُو.
مردکى دا واقعې ليکلې وې او د فارس په ټول سلطنت کښې نزدې او لرې ټولو يهوديانو له يې خطونه لېږلى وُو،
دا هغه ورځې وې چې په هغې باندې يهوديانو د خپلو دشمنانو نه ځانونه خلاص کړل، دا هغه مياشت وه چې د غم او د خفګان وخت نه په خندا او خوشحالۍ باندې بدله شوې وه. هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې په دې ورځو باندې خوشحالى او مېلمستيا وکړئ او يو بل او غريبانانو له د خوراک دپاره تُحفې ورکړئ.
يهوديانو د خپلو ځانونو، د خپل اولاد او د هغه چا دپاره دا اصُول جوړ کړو چې څوک يهودى شى، نو هر کال به په صحيح وخت باندې دا دوه ورځې په باقاعدګۍ سره د مردکى د اصُولو په مطابق مناووى.
بيا د ابىخېل لور مَلِکه اِستَر هم، د مردکى سره يو خط وليکلو او چې مردکى کوم خط د پوريم په باره کښې مخکښې ليکلے وو د هغې د تصديق دپاره هغې خپل ټول ليکلے اختيار هم شامل کړو.