Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اِستَر 9:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 مردکى دا واقعې ليکلې وې او د فارس په ټول سلطنت کښې نزدې او لرې ټولو يهوديانو له يې خطونه لېږلى وُو،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اِستَر 9:20
16 Iomraidhean Croise  

د خُدائ پاک د خِدمت کوونکى يعقوب اولاده، د هغه بنى اِسرائيل اولاده، چې کوم خُدائ پاک خوښ کړے وو، هغه معجزې يادې ساتئ چې خُدائ پاک کړى دى او هغه عدالت چې کوم هغۀ کړے دے.


د فارس په مرکزى ښار سوسه کښې اخسويرس بادشاه د خپل شاهى تخت د هِندوستان نه تر ايتهوپيا پورې په يو سل او اوويشتو صُوبو باندې حکومت کولو.


هغۀ هرې شاهى صُوبې ته د هغه صُوبې په ژبه او رسم‌الخط کښې يو پېغام ولېږلو، چې په کښې وئيلے شوى وُو چې هر يو خاوند به د خپل کور مشرى کوى.


نو د وړومبۍ مياشتې په ديارلسمه ورځ باندې همان د بادشاه منشيان راوغوښتل او يو فرمان يې جارى کړو چې د هرې صُوبې په ژبه او رسم‌الخط کښې دې د دې ترجمه وشى او ټولو حکمرانانو، حاکِمانو او آفسرانو ته دې ولېږلے شى. دا فرمان د اخسويرس بادشاه په نوم جارى شو او د هغۀ د ګوتمې مهر ورباندې لګېدلے وو.


نو د درېمې مياشتې يعنې د سيوان د مياشتې په درويشتمه ورځ داسې وشول. مردکى د بادشاه منشيان راوغوښتل او يهوديانو، حکمرانانو، وزيرانو او د هِندوستان نه واخله تر ايتهوپيا پورې د يو سل او اوويشتو صُوبو آفسرانو ته يې خطونه وليکل. خطونه هرې صُوبې ته په خپله ژبه او رسم‌الخط کښې او يهوديانو ته په خپله ژبه او رسم‌الخط کښې ليکلے شوى وُو.


نو په دې وجه هغه يهوديان کوم چې په کلو کښې اوسيږى هغوئ د ادر د مياشتې په څوارلسمه ورځ د خوشحالۍ چُهټى کوى، په دې وخت باندې هغوئ مېلمستيا کوى او يو بل له د خوراک دپاره تُحفې ورکوى.


هغوئ ته يې وئيلى وُو چې هر کال د ادر مياشتې په څوارلسمه او پينځلسمه ورځ اختر کوئ.


نو ځکه هغې ته د پوريم اختر وائى، پخوا زمانه کښې به دا لفظ د پچى اچولو دپاره استعمالېدو. د مردکى د خطونو په وجه او د هغه هر څۀ په وجه چې په هغوئ شوى وُو،


يهوديانو د خپلو ځانونو، د خپل اولاد او د هغه چا دپاره دا اصُول جوړ کړو چې څوک يهودى شى، نو هر کال به په صحيح وخت باندې دا دوه ورځې په باقاعدګۍ سره د مردکى د اصُولو په مطابق مناووى.


بيا د ابى‌خېل لور مَلِکه اِستَر هم، د مردکى سره يو خط وليکلو او چې مردکى کوم خط د پوريم په باره کښې مخکښې ليکلے وو د هغې د تصديق دپاره هغې خپل ټول ليکلے اختيار هم شامل کړو.


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”دا فتح د ياد ساتلو دپاره د ځان سره وليکه. يشوَع ته دا واوروه چې زۀ به عماليقيان مکمل تباه کړم.“


دا د هغه خط متن دے کوم چې يرمياه پېغمبر د يروشلم نه بابل ته هغه مشرانو او اِمامانو، پېغمبرانو، او نورو ټولو خلقو ته څوک چې نبوکدنضر بادشاه د يروشلم نه بابل ته جلاوطن کړى وُو،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan