اِستَر 9:2 - Pakistani Yousafzai Pashto2 د اخسويرس په ټوله بادشاهۍ کښې يهوديان په خپلو ښارونو کښې د هغه چا خِلاف يو شول چا چې په هغوئ د حملې کوشش کولو. د هر ځائ خلق د هغوئ نه يرېدل او هيچا د هغوئ مقابله نۀ شوه کولے. Faic an caibideil |
په دې خطونو کښې دا تفصيل وو چې بادشاه به په هر ښار کښې يهوديانو له دا اجازت ورکړى چې د خپلو ځانونو د حِفاظت دپاره متحد شى. کۀ د يو قوم فوجيان په هره يوه صُوبه کښې په يهودى سړو باندې، د هغوئ بچو او ښځو باندې حمله وکړى، نو يهوديان به هم ورباندې حمله کوى او حمله کوونکى به تباه کړى، هغوئ دې تر آخرى کس پورې ووژنى او د هغوئ هر څۀ دې لوټ کړى.