Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اِستَر 9:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 خو د سوسه يهوديانو پينځلسمه ورځ د چُهټۍ ورځ وګرځوله، ځکه چې هغوئ په ديارلسمه او څوارلسمه ورځ باندې خپل دشمنان وژلى وُو او په پينځلسمه ورځ يې وژل بس کړى وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اِستَر 9:18
7 Iomraidhean Croise  

په دې خطونو کښې دا تفصيل وو چې بادشاه به په هر ښار کښې يهوديانو له دا اجازت ورکړى چې د خپلو ځانونو د حِفاظت دپاره متحد شى. کۀ د يو قوم فوجيان په هره يوه صُوبه کښې په يهودى سړو باندې، د هغوئ بچو او ښځو باندې حمله وکړى، نو يهوديان به هم ورباندې حمله کوى او حمله کوونکى به تباه کړى، هغوئ دې تر آخرى کس پورې ووژنى او د هغوئ هر څۀ دې لوټ کړى.


د ادر مياشتې ديارلسمه ورځ راغله، دا هغه ورځ وه چې په دې باندې شاهى فرمان عملى کول وُو، هغه ورځ چې د يهوديانو دشمنانو دا اُميد لرلو چې يهوديان به د خپل طاقت لاندې راولى. خو يهوديانو ورباندې فتح وموندله.


هم په هغه ورځ بادشاه خبر کړے شو چې په سوسه کښې څومره کسان وژلے شوى دى.


اِستَر ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”بادشاه سلامت، کۀ ستا رضا وى، نو يهوديانو له سبا په سوسه کښې يو ځل بيا د نن په شان اجازت ورکړه. او دا حُکم ورکړه چې د همان د لسو زامنو لاشونه په دار باندې ځوړند کړے شى.“


د ادر مياشتې په څوارلسمه ورځ د سوسه يهوديان يو ځل بيا يو ځائ شول او په ښار کښې يې درې سوه نور کسان ووژل. خو هغوئ بيا هم څۀ لوټ مار ونۀ کړو.


د اخسويرس په ټوله بادشاهۍ کښې يهوديان په خپلو ښارونو کښې د هغه چا خِلاف يو شول چا چې په هغوئ د حملې کوشش کولو. د هر ځائ خلق د هغوئ نه يرېدل او هيچا د هغوئ مقابله نۀ شوه کولے.


هغوئ ته يې وئيلى وُو چې هر کال د ادر مياشتې په څوارلسمه او پينځلسمه ورځ اختر کوئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan