Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اِستَر 9:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 دا د ادر د مياشتې په ديارلسمه ورځ باندې وشول. په ورپسې ورځ يعنې په څوارلسمه ورځ باندې نور قتلونه ونۀ شول او هغوئ په دې ورځ د خوشحالۍ نه يې مېلمستيا وکړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اِستَر 9:17
5 Iomraidhean Croise  

نو د وړومبۍ مياشتې په ديارلسمه ورځ باندې همان د بادشاه منشيان راوغوښتل او يو فرمان يې جارى کړو چې د هرې صُوبې په ژبه او رسم‌الخط کښې دې د دې ترجمه وشى او ټولو حکمرانانو، حاکِمانو او آفسرانو ته دې ولېږلے شى. دا فرمان د اخسويرس بادشاه په نوم جارى شو او د هغۀ د ګوتمې مهر ورباندې لګېدلے وو.


نو د درېمې مياشتې يعنې د سيوان د مياشتې په درويشتمه ورځ داسې وشول. مردکى د بادشاه منشيان راوغوښتل او يهوديانو، حکمرانانو، وزيرانو او د هِندوستان نه واخله تر ايتهوپيا پورې د يو سل او اوويشتو صُوبو آفسرانو ته يې خطونه وليکل. خطونه هرې صُوبې ته په خپله ژبه او رسم‌الخط کښې او يهوديانو ته په خپله ژبه او رسم‌الخط کښې ليکلے شوى وُو.


د ادر مياشتې ديارلسمه ورځ راغله، دا هغه ورځ وه چې په دې باندې شاهى فرمان عملى کول وُو، هغه ورځ چې د يهوديانو دشمنانو دا اُميد لرلو چې يهوديان به د خپل طاقت لاندې راولى. خو يهوديانو ورباندې فتح وموندله.


خو د سوسه يهوديانو پينځلسمه ورځ د چُهټۍ ورځ وګرځوله، ځکه چې هغوئ په ديارلسمه او څوارلسمه ورځ باندې خپل دشمنان وژلى وُو او په پينځلسمه ورځ يې وژل بس کړى وُو.


هغوئ ته يې وئيلى وُو چې هر کال د ادر مياشتې په څوارلسمه او پينځلسمه ورځ اختر کوئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan