اِستَر 9:16 - Pakistani Yousafzai Pashto16 يهوديان په صُوبو کښې هم د خپلو ځانونو د حِفاظت دپاره راغونډ شول. هغوئ د خپلو دشمنانو نه داسې ځانونه خلاص کړل چې پينځۀ اويا زره يې هغه کسان ووژل چا چې د هغوئ نه نفرت کولو. خو هغوئ لوټ مار ونۀ کړو. Faic an caibideil |
په دې خطونو کښې دا تفصيل وو چې بادشاه به په هر ښار کښې يهوديانو له دا اجازت ورکړى چې د خپلو ځانونو د حِفاظت دپاره متحد شى. کۀ د يو قوم فوجيان په هره يوه صُوبه کښې په يهودى سړو باندې، د هغوئ بچو او ښځو باندې حمله وکړى، نو يهوديان به هم ورباندې حمله کوى او حمله کوونکى به تباه کړى، هغوئ دې تر آخرى کس پورې ووژنى او د هغوئ هر څۀ دې لوټ کړى.