Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اِستَر 9:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 د ادر مياشتې په څوارلسمه ورځ د سوسه يهوديان يو ځل بيا يو ځائ شول او په ښار کښې يې درې سوه نور کسان ووژل. خو هغوئ بيا هم څۀ لوټ مار ونۀ کړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اِستَر 9:15
10 Iomraidhean Croise  

په دې خطونو کښې دا تفصيل وو چې بادشاه به په هر ښار کښې يهوديانو له دا اجازت ورکړى چې د خپلو ځانونو د حِفاظت دپاره متحد شى. کۀ د يو قوم فوجيان په هره يوه صُوبه کښې په يهودى سړو باندې، د هغوئ بچو او ښځو باندې حمله وکړى، نو يهوديان به هم ورباندې حمله کوى او حمله کوونکى به تباه کړى، هغوئ دې تر آخرى کس پورې ووژنى او د هغوئ هر څۀ دې لوټ کړى.


بيا بادشاه مَلِکه اِستَر ته ووئيل، ”صِرف د سوسه په قلعه کښې يهوديانو پينځۀ سوه کسان وژلى دى، چې په دې کښې د همان زامن هم شامل دى. چې دلته دومره زيات وژلے شوى دى نو په صُوبو کښې به څۀ شوى وى. اوس تۀ څۀ غواړې؟ تۀ ووايه کۀ نور څۀ هم غواړې نو در به کړے شى.“


اِستَر ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”بادشاه سلامت، کۀ ستا رضا وى، نو يهوديانو له سبا په سوسه کښې يو ځل بيا د نن په شان اجازت ورکړه. او دا حُکم ورکړه چې د همان د لسو زامنو لاشونه په دار باندې ځوړند کړے شى.“


نو بادشاه حُکم وکړو چې داسې دې وشى او په سوسه کښې دا فرمان جارى شو. د همان د لسو زامنو لاشونه په دار راځوړند کړے شول.


يهوديان په صُوبو کښې هم د خپلو ځانونو د حِفاظت دپاره راغونډ شول. هغوئ د خپلو دشمنانو نه داسې ځانونه خلاص کړل چې پينځۀ اويا زره يې هغه کسان ووژل چا چې د هغوئ نه نفرت کولو. خو هغوئ لوټ مار ونۀ کړو.


د اخسويرس په ټوله بادشاهۍ کښې يهوديان په خپلو ښارونو کښې د هغه چا خِلاف يو شول چا چې په هغوئ د حملې کوشش کولو. د هر ځائ خلق د هغوئ نه يرېدل او هيچا د هغوئ مقابله نۀ شوه کولے.


د هر قِسم بد کار نه ځان ساتئ.


د پېسو د مينې نه خپل ځان وساتئ او څۀ چې درسره دى په هغې صبر کوئ، ځکه چې خُدائ پاک فرمائيلى دى چې، ”زۀ به هيڅکله هم تاسو نۀ پرېږدم، او تاسو به هيڅکله نۀ هېروم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan