اِستَر 9:13 - Pakistani Yousafzai Pashto13 اِستَر ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”بادشاه سلامت، کۀ ستا رضا وى، نو يهوديانو له سبا په سوسه کښې يو ځل بيا د نن په شان اجازت ورکړه. او دا حُکم ورکړه چې د همان د لسو زامنو لاشونه په دار باندې ځوړند کړے شى.“ Faic an caibideil |
په دې خطونو کښې دا تفصيل وو چې بادشاه به په هر ښار کښې يهوديانو له دا اجازت ورکړى چې د خپلو ځانونو د حِفاظت دپاره متحد شى. کۀ د يو قوم فوجيان په هره يوه صُوبه کښې په يهودى سړو باندې، د هغوئ بچو او ښځو باندې حمله وکړى، نو يهوديان به هم ورباندې حمله کوى او حمله کوونکى به تباه کړى، هغوئ دې تر آخرى کس پورې ووژنى او د هغوئ هر څۀ دې لوټ کړى.