Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اِستَر 9:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 بيا بادشاه مَلِکه اِستَر ته ووئيل، ”صِرف د سوسه په قلعه کښې يهوديانو پينځۀ سوه کسان وژلى دى، چې په دې کښې د همان زامن هم شامل دى. چې دلته دومره زيات وژلے شوى دى نو په صُوبو کښې به څۀ شوى وى. اوس تۀ څۀ غواړې؟ تۀ ووايه کۀ نور څۀ هم غواړې نو در به کړے شى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اِستَر 9:12
6 Iomraidhean Croise  

بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”مَلِکه اِستَر خبره څۀ ده؟ ما ته ووايه چې تۀ څۀ غواړې، تۀ کۀ زما نيمه بادشاهى هم وغواړې نو تا ته به مِلاو شى.“


د ميو څښلو په وخت بادشاه د هغې نه تپوس وکړو، ”ما ته ووايه چې تۀ څۀ غواړې، نو تا ته به هغه مِلاو شى. زۀ به ستا درخواست منظور کړم، تر دې پورې کۀ تۀ زما نيمه بادشاهى هم وغواړې.“


او دا دوېم ځل وو. د ميو څښلو په وخت بادشاه د هغې نه بيا تپوس وکړو، ”مَلِکه اِستَر، اوس چې تۀ زما نه څۀ هم وغواړې نو تا ته به مِلاو شى. زۀ به تا له زما نيمه بادشاهى هم درکړم.“


هم په هغه ورځ بادشاه خبر کړے شو چې په سوسه کښې څومره کسان وژلے شوى دى.


د ادر مياشتې په څوارلسمه ورځ د سوسه يهوديان يو ځل بيا يو ځائ شول او په ښار کښې يې درې سوه نور کسان ووژل. خو هغوئ بيا هم څۀ لوټ مار ونۀ کړو.


کمان آفسر هغه د لاسه ونيولو، يو طرف ته يې کړو او تپوس يې ترې وکړو چې، ”ما ته ووايه چې څۀ خبره ده؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan