11 هم په هغه ورځ بادشاه خبر کړے شو چې په سوسه کښې څومره کسان وژلے شوى دى.
بيا بادشاه مَلِکه اِستَر ته ووئيل، ”صِرف د سوسه په قلعه کښې يهوديانو پينځۀ سوه کسان وژلى دى، چې په دې کښې د همان زامن هم شامل دى. چې دلته دومره زيات وژلے شوى دى نو په صُوبو کښې به څۀ شوى وى. اوس تۀ څۀ غواړې؟ تۀ ووايه کۀ نور څۀ هم غواړې نو در به کړے شى.“
خو د سوسه يهوديانو پينځلسمه ورځ د چُهټۍ ورځ وګرځوله، ځکه چې هغوئ په ديارلسمه او څوارلسمه ورځ باندې خپل دشمنان وژلى وُو او په پينځلسمه ورځ يې وژل بس کړى وُو.
په رويا کښې ما خپل ځان د سوسه قلعه په خوا کښې د عيلام په صوبه کښې د اولائى نِهر په غاړه ولاړ وليدلو.