Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اِستَر 8:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 نو د درېمې مياشتې يعنې د سيوان د مياشتې په درويشتمه ورځ داسې وشول. مردکى د بادشاه منشيان راوغوښتل او يهوديانو، حکمرانانو، وزيرانو او د هِندوستان نه واخله تر ايتهوپيا پورې د يو سل او اوويشتو صُوبو آفسرانو ته يې خطونه وليکل. خطونه هرې صُوبې ته په خپله ژبه او رسم‌الخط کښې او يهوديانو ته په خپله ژبه او رسم‌الخط کښې ليکلے شوى وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اِستَر 8:9
10 Iomraidhean Croise  

نو اِلياقيم، شبناه او يوآخ هغه آفسر ته ووئيل، ”تۀ د خپلو نوکرانو سره په آرامى ژبه کښې خبرې وکړه، مونږ په دې پوهيږو. مونږ سره په عبرانۍ کښې خبرې مۀ کوه، ځکه چې په دېوال باندې خلق به يې واورى.“


نو هغوئ د آسا د بادشاهۍ په پينځلسم کال په درېمه مياشت په يروشلم کښې راغونډ شول.


د فارس په مرکزى ښار سوسه کښې اخسويرس بادشاه د خپل شاهى تخت د هِندوستان نه تر ايتهوپيا پورې په يو سل او اوويشتو صُوبو باندې حکومت کولو.


هغۀ هرې شاهى صُوبې ته د هغه صُوبې په ژبه او رسم‌الخط کښې يو پېغام ولېږلو، چې په کښې وئيلے شوى وُو چې هر يو خاوند به د خپل کور مشرى کوى.


اخسويرس بادشاه د خپلې بادشاهۍ نه د سمندر د غاړې پورې محصُول اخستلو.


نبوکدنضر بادشاه د دُنيا ټولو خلقو، ټولو قومونو، او ټولو ژبو ويوونکو ته دا پېغام ورولېږلو چې، په خير اوسئ.


داريوس دا فېصله وکړه چې ټوله بادشاهى په يو سل او شل صوبو باندې تقسيم کړى، او هغۀ لوئ آفسران مقرر کړل چې په هره صوبه حکمرانى وکړى.


نو بيا په ټول مُلک کښې داريوس بادشاه ټولو خلقو، قومونو، او د دُنيا د هرې ژبې ويوونکو ته دا وليکل، ”په تاسو دې سلامتيا او برکت وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan