7 بيا اخسويرس بادشاه مَلِکه اِستَر او مردکى يهودى ته ووئيل، ”ګورئ، ما همان د يهوديانو خِلاف د منصوبې په وجه پهانسى کړے دے او ما اِستَر له د هغۀ جائيداد هم ورکړے دے.
د اخسويرس بادشاه د بادشاهۍ په شروع کښې، د يهوداه او يروشلم خلقو دشمنانو د هغوئ خِلاف يو ليکلے شوے اِلزام راوړو.
نو همان په هغه دار باندې ځوړند کړے شو کوم چې د مردکى دپاره جوړ شوے وو. او بيا د بادشاه غصه سړه شوه.
نو د بادشاه يو خصى، خربونا ووئيل، ”ګورئ، همان خو د مردکى د راځوړندولو دپاره په کور کښې پينځويشت ګزه اوچت يو دار جوړ کړے دے. بادشاه سلامت، مردکى هغه څوک دے چې چا ستا ژوند بچ کړے وو.“ بادشاه حُکم وکړو، ”همان په دې باندې ځوړند کړئ.“
هم په هغه وخت اخسويرس بادشاه مَلِکه اِستَر له د همان ټول جائيداد ورکړو، دا هم هغه همان وو کوم چې د يهوديانو دشمن وو. اِستَر بادشاه ته وفرمائيل چې مردکى د هغې خپلوان دے، نو د هغه وخت نه مردکى ته دا اجازت وو چې د بادشاه حضور ته دننه راشى.
يو ښۀ انسان د خپل نسل دپاره ميراث پرېږدى، خو د ګناهګارو مال دولت صادقانو ته حواله کيږى.
مسيح مونږ په بيعه واخستو او د شريعت د لعنت نه يې آزاد کړُو ځکه چې هغه زمونږ دپاره لعنتى شو، ځکه چې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې، ”څوک چې په ونه کښې راځوړند کړے شى هغه لعنتى دے.“